افغانستان لس چورلکې لري او د مخدره موادو د قاچاقبرانو او د کشف لپاره یې کاروي.
د متحده ایالتونو نظامي د ټرانسپورټ چورلکه ده، وسله لرونکي ډولونه هم لري، د څرخ دوه پرې لري او ټوربو شفټ ماشین پکې نصب ده. په ۱۹۵۲ کال کې د (Bell Helicopter) شرکت د دې لپاره جوړه کړې وه چې د متحده ایالتونو د پوځ په طبي مرستو رسولو کې اړتیا پوره کړي. لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۵۶کې کړې او په ۱۹۶۰ کې د متحده ایالتونو دپوځ لپاره تولید شوې له هماغه وخته تر اوسه ۱۶۰۰۰ چورلکې تولید شوي. په لمړي ځل تر ۷۰۰۰ پورې چورلکې د ویتنام په جګړه کې وکارېدې
جوړونکی شرکت یې (Bell Helicopter) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۶ کال د اکتوبر په ۲۰ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۵۹ کال کې پیل شوې، تر اوسه پورې کاریږي، اساسي کارونکي یې (United States Army, Japan Ground Self-Defense Force, Australian Army ) دي، د ۱۹۵۶–۱۹۸۷ کلونو ترمنځ تولید شوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر تر ۱۶۰۰۰ زیات ده.
له یو تر څلور کسانو لپاره ځای لري
اوږدوالی : ۱۷.۴۰ متره
سور : ۲.۶۲ متره
لوړوالی : ۴.۳۹ متره
بې وسایلو وزن : ۲۳۶۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۴۱۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۴۳۰۹ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Lycoming T53-L-11 turboshaft, 1,100 shp (820 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۱۷ کیلو متره
وسله لرونکي ډول کې یې ۷.۶۲ اېم اېم ماشینداره، ۷۰ اېم اېم راکټ موجود وي