د متحده ایالتونو غوټه وهونکې بم غورزونکې الوتکه وه، په دالاس او تکزاس کې د متحده ایالتونو د سمندري پوځ لپاره تولیدېدې، د دوه پیلوټانو لپاره یې ځای لره او (F3U-1 two-seat fighter) الوتکو ته ورته وې. د ارجنټینا هواي ځواک هم کارولي.
جوړونکی شرکت یې (Vought) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۳ کال په مې میاشت کې کړې، اساسي کارونکي یې (United States Navy) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۲۵ دی.
پیلوټان : دوه پیلوټان، یو د ماشیندارې چلونکی او بل د مخابرې مسول
اوږدوالی : ۸.۴۹ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰.۱۴ متره
لوړوالی : ۳.۶۳ متره
د وزرو سطحه : ۳۰.۴ متره مربع
بې وسایلو وزن : ۱۶۵۹ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۵۰۹ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Pratt & Whitney R-1535-80 Twin Wasp Junior 14-cylinder two-row air-cooled radial engine, 700 hp (522 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۳۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۱۸۰ فټه
وسله : یوه مخکې فیر کېدونکې ۷.۶۲ اېم اېم ( Browning machine gun ) ماشینداره، یوه د انعطاف وړ ماشینداره، تر ۲۲۷ کیلو ګرامه پورې یو بم
