Hawker Hurricane
په ۱۹۳۰ لسیزه کې د انګلستان برید کوونکې الوتکه وه، ۶۰ % الوتکې د نازیانو لخوا غورزول شوي او یا لګېدلي او د دوېمې نړیوالې جګړې په هر ډګر کې حاضره الوتکه وه. مختلف ډولونه یې تولید شوي کوم چې د بم غورزونکې او د بلې الوتکې دمخنیونکې په توګه، جنګ کوونکې او بم غورزونکې په توګه او د ځمکني پوځ د ملاتړ لپاره کارېدلي. وروسته د سمندري بیړیو لپاره هم جوړې شوې کومې چې د سمندري هریکن په نامه یادېدې.
جوړونکی شرکت یې (Hawker Aircraft) ده، طرحه کوونکی یې (Sydney Camm) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۵ کال د نومبر په ۶ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۳۷ کال د ډسمبر په ۲۵ نېټه پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Royal Air Force Royal and Canadian Air Force) دي، د ۱۹۳۷–۱۹۴۴ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۴۵۸۳ وو. د استرالیا، بلجیم، کاناډا، مصر، فرانسې، فلنډ، جرمني، یونان، ایران، ایرلنډ، ایټالیا، جاپان، نیدرلنډ، نیوزلنډ، ناروې، پولنډ، پرتګال، رومانیا، سوېلې افریقا، د شوروي اتحاد، ترکې او یوګوسلاویا هم ترلاسه کړې وې.
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۹.۸۴ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۲.۱۹ متره
لوړوالی : ۴ متره
د وزرو سطحه : ۲۳.۹۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۲۶۰۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۳۴۸۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳۹۵۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ 340 mph (547 km/h) at 21,000 ft (6,400 m)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۴۷ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۲۷۸۰ فټه
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۱۲۱ کیلو ګرامه
وسله : څلور (20 mm Hispano Mk II cannon) ماشیندارې او دوه تر ۲۳۰ کیلو ګرامه پورې بمونه
Comments
So empty here ... leave a comment!