ګایډ سپیان – Guide dog

دا سپیان د دې لپاره روزل کیږي چې خپل مالک محفوظ وساتي، لار ورته پېدا کړي او هر ډول مرسته ورسره وکړي. د اولې نړېوالې جګړې په دور کې هم دې سپیانو له خپلو ړندو مالکانو سره لار موندنه او حفاظت کې مرسته کړې . د ۱۴ او ۱۷ میاشتو تر عمر تر منځ دا سپیان د څو مېاشتو لپاره روزل کیږي تر څو په دې پوه شي چې مالک ېې د ده مرستې ته اړتیا لري.