ګرېېت پېرینیز – Great Pyrenees

د کاري سپیانو نسل ده او مورنی ځای ېې اسیا ده. په اروپا کې له میلاد نه ۱۰۰۰ تر ۱۸۰۰ وړاندې کلونو ترمنځ پېژندل شوی. دا سپیاند پېریني غرونو کې له مېږو سره ساتل کېده چې د لیوانو له داړلو ېې وژغوري. د اولې نړېوالې جګړې په وخت کې په دې سپیانو پسې کراچۍ تړل کېدې او د هسپانیا او فرانسې تر منځ پرې قاچاق وړل کېده. قد ېې له ۲۵ تر ۳۲ انچه پورې لوړیږي او وزن له ۴۱ تر ۵۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د دې سپیانو وېښته ډېر ګڼ او ډبل دي او ډېر وخت سپین او یا سپین او خړ رنګ لري.