بل سپیان – Bulldog

په انګرېزۍ کې ورته (English bulldog) نوم هم اخلي، د سپیانو نسل ده، نسل یې څو پېړۍ وړندې په انګلستان کې اخیستل شوی، د نسل اخیستنې موخه یې غویی له سپي سره په جنګ اچول (bull baiting) وو. غویی به یې په ۳۰ فټه اوږد پړي تړلی وو او تر هغو به سپي برید پرې کوه تر څو یې له خوځښته وغورزوي خو وروسته د ژو دا سپورت د انګلستان په لندن ښار کې غېرې قانوني شو.
 
بل سپیان ځواکمن بدن لري او د ټپونو د درد زغم لري او یا هم له خپل درد څخه نا خبره وي. بل سپیان په خپله هم جنګول کېدل خو په کال ۱۸۳۵ کې د سپیانو جنګول جرم شو او له دې قانون سره بل سپیان هم په ورکېدو شول.
 
بل سپیان لنډ اوربوز، نیمه تاو شوي غوږونه، بهر ته وتلې لاندې ژامه او زوړند پوستکی لري, پوستکی یې په مخ او سر کې چینداره ده. په مختلفو رنګونو کې لکه سپین، قهويي، سور نسواري پیدا کیږي. قد یې له ۱۳ تر ۱۵ انچه (له ۳۳ تر ۳۸ سانتي متره) پورې لوړیږي او وزن یې له ۱۸ تر ۲۳ کیلو ګرامه (له ۴۰ تر ۵۰ پونډه) پورې رسیږي.
Whitebulldog
White male bulldog Photo by Av3553