Chihuahua – چیهواهوا

د وړو سپیانو نسل ده، د مکسیکو د چیهواهوا ولایت نوم پرې کېښودل شوی چېرې چې دا سپیان په ۱۹ پېړۍ کې په لمړي ځل را څرګند شوي. ګمان کیږي چې نسل یې له (Techichi) سپیانو څخه اخیستل شوی وي کوم چې د مکسیکو ټولټېک خلک (Toltec people) ساتي. شکل یې داسې وي لکه چې تل فعالیت کولو ته چمتو وي، قد یې ۱۳ سانتي متره (۵ انچه) پورې لوړیږي او وزن یې له ۰.۵ تر ۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ګرد سرونه، ولاړ غوږونه لري.
Chihuahua1 bvdb
Chihuahua By Cwazi