ویمارانېر – Weimaraner

د سپورتي سپیانو نسل ده او نسل اخیستنه ېې د جرمني د ویمار محکمې په ۱۹ پېړۍ کې کړې. په اول ځل د وحشي حیواناتو د ښکار لپاره کارېده خو وروسته د مارغانو د ښکار لپاره وروزل شو. دا سپیان زوړند غوږونه لري، خړې، شنې یا عمبري رنګ سترګې لري. له ۲۳ تر ۲۷ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې له ۳۲ تر ۳۹ کیلو ګرامه پورې رسیږي. شکل ېې داسې وي لکه چې تل د حملې یا ښکار موندنې لپاره چمتو وي اویا څار کوي. دښکار په وخت کې تر نورو سپیانو خورا زېات حمله کوونکی چلند کوي. ډېر خلک ېې په کور کې د کورني سپي په څېر او ځنې خلک ېې د ځای ساتنې لپاره ساتي. په ۱۹۷۰ لسیزه کې دا نسل د وېلیم وېګمن فوټوګرافي ډېرو خلکو ته وروپېژانده.