Committee of Public Safety – د عامه محافظت یا خوندیتابه کمیټه

په فرانسوي کې (Comité De Salut Public) لیکل کیږي، د فرانسې د انقلاب پر وخت سیاسي تنه وه کومې چې د۱۷۹۳ له سپټمبر تر د ۱۷۹۴ جولای پورې په فرانسې واک لره. د عامه محافظت کمیټه د ۱۷۹۳ د اپرېل په ۶ نېټه د انقلابي بحران پر وخت ترتیب شوه. په دې وخت کې فرانسه کورنۍ او بهرنۍ جګړې محاصره کړې وه. د کمیټې دنده دا وه چې له داخلي او بهرني دښمن څخه د عامه خلکو دفاع وکړي او د حکومت د اجرایوي څانګو څارنه وکړي. د کمیټې غړي په پیل کې ۹ وو خو وروسته ۱۲ شو کوم چې د رایو له لارې د یوې میاشتې لپاره (National Convention) ټاکل او یوه میاشت وروسته بیا ټاکنې کېدلې.
 
د ۱۷۹۳ کال له اپرېل څخه تر د جولای ۱۰ پورې د کمیټې مشري (Georges Danton) او ملاتړو یې کوله چا چې د پخلاینې او مذاکراتو پالیسي مخته یوړه خو د بد پوځي حالت لپاره یې کومه ځانګړې مناسبه تګلاره نلرله. په جولای کې مکسیمیلیا روبېسپیر (Maximilien Robespierre) وټاکل شو چا چې ډېر زیات افراطي فکر لره. د ۱۷۹۳ له سپټمبر څخه تر د ۱۷۹۴ جولای پورې مکسیمیلیا روبېسپیر (Maximilien Robespierre) انتخابات وګټل. د فرانسې یاده کمیټه کې یې واک لره او جکوبه (Jacobins) ملاتړ یې لره کوم چې افراطي ډېموکرات وو. د مکسیمیلیا روبېسپیر تر واک لاندې کمیټې د داخلي او بهرنیو دشمنانو ضد سخت ګامونه پورته کړل. د ۱۷۹۴ کال په جولای کې د کمیټې تر منځ د نظر اختلاف مکسیمیلیا روبېسپیر په رایو ترلاسه کولو کې له ماتې سره مخ کړ. وروسته د دې کمیټې اهمیت په تدریجي توګه په کمېدو شو او د دیپلوماسۍ او جګړې په ډګر کې یې واک له کچې زیات محدود شو.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons