Jacobin Club – جکوبه – ژکوبه
یوازې جکوبه (Jacobins) هم ورته وېل کیږي، د ۱۷۸۹–۹۲ کلونو ترمنځ د اساسي قانون جوړونې د ملګرو ټولنه وه یا د۱۷۹۲–۹۴ کلونو ترمنځ د جکوبه ټولنه وه کوم چې د ازادۍ او برابرۍ ملګري وو. په فرانسوۍ ژبه کې (Club des Jacobins) لیکل کیږي. د فرانسې د انقلاب تر ټولو نامتو سیاسي ګروپ وو کوم چې په افراطي مساواتو او تاوتریخوالي وپېژندل شو، همداسې یې د انقلاب حکومت له ۱۷۹۳ تر ۱۷۹۴ پورې رهبري کړ.
جکوبه له وېرسی ښار څخه د (Club Breton) په نامه سرچینه اخیستې وه چېرې چې د (Estates-General) وروسته (National Assembly) د ۱۷۸۹ کال استازو د فرانسې د نورو برخو له استازو سره ناسته لرله تر څو خپلې کړنې همغږې کړي. دا ګروپ بیا ځلې ممکن د ۱۷۸۹ په ډسمبر کې د (National Assembly) پاریس ته د اساسي قانون د ملګرو د ټولنې په نامه له تګ وروسته جوړ شوی وي خو عام نوم یې جکوبه کلب وو ځکه چې ناستې یې د عیسویت د کتولیک ډلې په دومینیکان څانګه کې کولې کوم چې پاریس کې د جکوبه په نامه پېژندل کېدل. موخه یې د اشرافو او پاچا له ممکن غبرګون څخه د انقلاب لاسته راوړنو ساتنه وه. وروسته یې ډېرژر سوداګر او د لیک لوست خلک په کلب کې غړي کړل او په ټوله فرانسه کې یې خپلې څانګې جوړې کړې. د ۱۷۹۰ په جولای کې یوازې د پاریس کلب ۱۲۰۰ غړي لرل او په ټوله فرانسه کې یې ۱۵۲ څانګې لرلې.
کله چې د فرانسې پاچا شپاړسم لویي کوم چې په یوه عبادتخونه کې زنداني وو له پاریس څخه د فرانسې ختیځې پولې لور ته تېښته وکړه له نیول کېدو وروسته یاد کلب د پاچا د لرې کولو او ختمولو په اړه د پرېکړې له امله په دوه ډلو ووېشل شو. کوم چې منځلاري وو یاد کلب یې پرېښود او له (Feuillants) کلب سره یوځای شول. مکسیمالیا روبیسپېر (Maximilien Robespierre) په جکوبه کلب کې پاتې شو او د مشري مقام یې ترلاسه کړ.
د ۱۷۹۲ کال په اګسټ کې کله چې سلطنتي سیستم په بشپړ توګه فرانسه کې نسکور شو جکوبه ډلې خپل ځان جمهوري پلوه اعلان کړ خو بیا یې هم په مستقیمه توګه واک ترلاسه نکړ خو په ورته وخت کې نوي پړاو ته داخل شو او نوی پړاو د انقلاب رهبري کول وو. په سپټمبر کې د جمهوریت له اعلان وروسته یادې ډلې خپل نوم (Society of the Jacobins, Friends of Liberty and Equality) ته بدل کړ.
د ۱۷۹۳ کال په اوړي کې کله چې انقلابي دیکتاتوري پیل شوه نو په ټوله فرانسه کې سیمه ایز جکوبه د رېن اف ټېرر (Reign of Terror) ابزار شول (په ۱۷۹۳ کې په ټوله فرانسه کې د جکوبه له ۵۰۰۰ تر ۸۰۰۰ کلبونه موجود وو). د هغو خلکو څارنه یې کوله چې نظر یې له جکوبه ډلې یا انقلاب سره توپیر لره، ټولنه یې له عیسویت راوګرځوله او د عیسویانو واک او مالي سرچینې یې له منځه یوړې، اشراف یې وځپل او همداسې یې هر ځای کې انقلابي جشنونه ترتیب کړل.
د پاریس جکوبه له روبیسپېر سره یووالی وښوده چاچې په (Committee of Public Safety) کې د واک لرلو پر وخت انقلاب ضد خلک ووژل، خلکو یې په دښمن باندې د برید کولو ملاتړ وکړ. د ۱۷۹۴ کال د جولای په ۲۷ نېټه کله چې د مکسیملیا روبیسپېر حکومت نسکور شو نو دا کلب د لنډ مهال لپاره بند شو، خو وروسته (Thermidorian) حکومت ته د مخالف سیاسي ګروپ په څېر فعال خو د ۱۷۹۴ کال د نومبر په ۱۱ نېټه په دایمي توګه بند شو. د فرانسې د انقلاب پر وخت په انګلستان او ځینې نورو هېوادونو کې هم جکوبه نوم افراطي ډلو ته کارېدلای.
Comments
So empty here ... leave a comment!