Ashur – عاشور – اشور
په انګرېزۍ کې (Assur) هم لیکل کیږي، اوسنی نوم یې قلعة شرقا ده، پخوا د اشوریانو مذهبي مرکز وو، د شمالي عراق د نهر دجلة په لوېدیځه څنډه کې واقع ده. په دې سیمه کې په لمړي ځل په ساینسي توګه د ۱۹۰۳–۱۳ کلونو ترمنځ یو جرمني ساینس پوه (Walter Andrae) کنده وکیندله. اشور پخوا د همدې ښار، د هېواد او د دې خلکو د اصلي خدای نوم وو.
په دې سیمه کې چې اوس یې تاریخي اثار راښکل شوي د زېږېدیز کال څخه ۲۵۰۰ کاله وړاندې ممکن له سوریې او یا هم له سوېل خلک راغلي وي او د لته مېشت شوي وي. ګمان کیږي چې دا ښار له زېږېدیز کال څخه تر ۶۱۴ کاله وړاندې پورې اباد وو او له دې وروسته بابلیانو (Babylonians) وران کړی. نیم ښار له زېږېدیز کال څخه یوه نیمه پېړۍ وړاندې کله چې پارتیانو یا اشکانیانو (Parthian) النهرین ښار ونیوه ورغول شوو.
د اشور د تعمیر په یوه کتاب کې کوم چې د سنحاریب (Sennacherib) د وخت کتاب ده د ۳۴ عبادتخونو نوملړ موجود ده د کومو چې له درېو یوه برخه تر اوسه موندل شوي. په دې کې نامتو عباتخونې اشور یا عاشور انلیل، انو اداد، سېن شمش، اېشتار او نابو یا نبو دي. په تاریخي توګه تر ټولو اړینې او با ارزښته په زړه پورې عبادتخونې یې د اېشتار او اېنا نا خدایې لپاره عبادتخونې دي ځکه چې سومریانو هم د دې خدایې لپاره عبادتخونې لرلې.
په سیمه کې درې ماڼۍ هم موندل شوي په کومو کې چې کتابتونونه او انځورګرۍ هم موجودې دي. د ښار بې قاعدې ګډه وډه نقشه داسې ښودنه کوي چې دې خلکو د یوه بل سیمې او شخصي ملکیت ته احترام لره او یا هم خلکو د خپلو سیمو او ځمکو کلکه ساتنه کوله.
Comments
So empty here ... leave a comment!