پولي – Puli

دا سپی د پسونو د رمو سره ګرځېدونکی سپی ده چې تقریبا ۱۰۰۰ کاله وړاندې د دمګیارس (پخوانيو هنګریانو) لخوا نورو ته ورپېژندل شوی وو.قوي بدن لري، د بدن وېښتان ېې ډېر اوږده دي، دوېښتانو لاندې برخه ېې لنډه او نرمه ده خو د لنډو وېښتانو له پاسه اوږده وېښتان لري. تر ټولو نامتو اوخورا زېات پېژندل شوی رنګ ېې تور رنګ او له تور رنګ سره خړ یا برونزو ته ورته تور رنګ ده. سپین او خړ رنګونه هم لري. له ۱۶ تر ۱۷ انچه پورې ېې قد لوړیږي او وزن ېې تر ۱۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. 
 
 
Share
Hide Buttons