د کاري سپیانو نسل ده چې د غواګانو د څر لپاره ېې نسل اخیستل شوی. د رمان یوه اتل د دې سپیانو یو سپی په روټ ویل کې پریښی وو. کله چې نسل ترې واخیستل شو د سیمې نوم پرې کېښودل شو. له منځنیو پېړیو تر ۱۹ پېړۍ پورې په هره سیمه کې ځایي قصابانو دا نسل د غواګانو د څر لپاره ډېر ساتل. له ۱۹ پېړۍ را په دیخوا د پولیسو لخوا او په فارمونو یا د نورو ځایونو د ساتنې لپاره هم کارول شوي. قوي بدن لري، قد ېې له ۲۲ تر ۲۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۴۱ تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. رنګ ېې تل تور وي خو په سینه مخ او پښو سور قهويي نښانونه لري.