د کاري سپیانو نسل او نسل ېې تقریبا ۴۰۰ کاله وړاندې په جرمني کې اخیستل شوی. چې د ښکار لپاره ساتل کېده. د سپیانو دا نسل ډېر چټک ده، د دوستي وفاداري او زړورتیا په وجه ډېر نامتو دي. مربع شکله اوربوز لري، غټ بدن او خوله لري، د بدن رنګ ېې زېړ نصواري، شین خړ، سپین او تور وي. اوربوز ېې تور ماسک لري. په کاري سپیانو کې تر ټولو لوړ قد لري د نر سپي قد ېې تر ۳۰ انچه پورې لوړيږي او د ښځې سپۍ قد ېې تر ۲۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې له ۵۴ تر ۶۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په فرانسه کې دې سپیانو ته ګرا دانوا (د دنمارک غټ سپی) وايي خو داسې کوم شواهد نشته چې وښي دا سپیان د جرمني نه بلکه د دنمارک دي.