Borzoi – بورزوی

د تازي یا ښکاري سپیانو نسل ده، نسل یې په روسیه کې اخیستل شوی، د نسل اخیستنې موخه یې د لیوانو ښکار کول یا نیول وو. نسل یې د عربي خړ تازي او کولي سپیانو ته ورته د روسې له شپونکي سپي څخه اخیستل شوی. مخکې د (Russian wolfhound) په نامه پېژندل کېده. د نر قد یې تر ۲۸ انچه (۷۱ سانتي متره) اوښځه یې تر ۲۶ انچه (۶۶ سانتي متره) پورې لوړیږي او وزن یې له ۲۷ تر ۴۸ کیلو ګرامه (له ۶۰ تر ۱۰۵ پونډه) پورې رسیږي. اوږد شوی نری سر، واړه غوږونه، نرۍ سپینه لري او وروستۍ پښې یې ډېر ځواکمن عضلات لري. د بدن رنګ یې سپین او ډېر وخت د تېز خیره رنګ نښانونه لري.
Kidai
Male white Borzoi bred photo by Marina Kaimova
Share
Hide Buttons