د فرانسې د څر سپیان دي چې له ۱۲ پېړۍ پېژندل شوي په منځنیو پېړیو کې د دې سپیانو انځورګري هم شوې. په فرانسه کې د بېرجې دو بري (berger de Brie) په نامه هم پېژند کېږي. بري په فرانسه کې یوه سیمه ده خو دا سپیان په ټوله فرانسه کې پیدا کېږي. د بدن وېښتان ېې اوږده او د اوبو نه جذبونکي دي. قد ېې له ۲۲ تر ۲۷ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۳۶ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د پولیسو او پوځ لخوا هم کاریږي.