د شپونکي سپیانو نسل ده. د سکاټلنډ او انګلستان د پولو ترمنځ د څر لپاره تقریبا ۳۰۰ کاله کاریدلي. او په کاري یا د څر سپیانو کې تر ټولو هوښیار نسل ګڼل کیږي. قد ېې تر ۲۰ انچه (۵۰ سانتي متره) پورې لوړیږي او وزن ېې له ۱۴ تر ۲۳ کیلوګرامه (له ۳۱ تر ۵۰ پونډه) پورې رسیږي. اوږده وېښته لري، د بدن رنګ یې تور او سپین وي خو ځینې یې سور او سپین رنګ کې او یا درېواړه رنګونو کې هم شته.
