Chicken – چرګان
علمي نوم یې ګالوس ګالوس (Gallus gallus) دی، تقریبا ۶۰ نسلونه لري کوم چې په بنسټیزه توګه له سره خسکي یا کورني چرګ (red jungle fowl) رامنځته شوي. سور کورنی یا خسکي چرګ په فازیانیدای کورنۍ (family Phasianidae)، ګالي فارمز یا د چرګ ډولو ډله (order Galliformes) کې شامله ده او اصلي ځای یې هند دی. چرګان په ټوله نړۍ کې د هګیو او غوښې لپاره ساتل کیږي.
همداسې ګمان کیږي چې د چرګانو د پلرونو په رامنځته کولو کې خړ خسکي یا کورني چرګ (gray jungle fowl) هم ونډه اخیستې وي د کوم چې اصلي ځای د هند سوېل دی. د چرګانو لپاره په ساینسي نوم خوښولو کې ډېر بحثونه شوي. ډېرو ډلبندي کوونکو چرګان د خسکي چرګ فرعي نسل ګڼلی او (gallus gallus domesticus) نوم یې ورکړی او ځینو ادارو (gallus domesticus) نوم ورکړی.
نر ته یې پښتو کې چرګ او په انګرېزۍ کې چرګ ته (cock or rooster) نومونه اخلي او ښځې ته یې پښتو کې چرګه او په انګرېزۍ کې یې (hen) بولي. په پسرلي او اوړي کې د مثل تولید کوي او په دې موسمونو کې د اوږدو ورځو رڼا هګۍ تحریک کوي تر څو په چرګوړي بدله شي خو له دې پرته که چېرې د چرګې هګیو ته مصنوعي رڼا هم نصب شي د کال په هر وخت کې په چرګوړو بدلېدای شي.
په چرګه کې د هګۍ جوړېدو او هګۍ اچولو ترمنځ ۲۳ تر ۲۶ ساعته پورې وخت اخلي او کله چې هګۍ واچوي له هغې یو ساعت وروسته د هګیو په کیسه کې چرګه بله هګۍ پرېدي کومه چې د نر لخوا په سپرمو القاح کیږي. ځینې چرګې په یوه کال کې تر ۳۰۰ پورې هګۍ کولای شي. القاح شوی جنین یې ژر وده کوي او تر ۲۱ ورځو پورې هګۍ په چرګوړي بدلیږي. چرګوړي یې له ۵ تر ۶ اوونیو پوره بڼکې کوي او تر ۶ میاشتو پورې جنسي بلوغ ته رسیږي له ۶ میاشتو وروسته نر یې سپرم او ښځه هګۍ تولیدوي. کوم چې کورونو کې ازاد ژوند کوي تر ۶ کالو پورې ژوند کولای شي. ځینې فارمونو کې ساتل شوې چرګې تر دوه کالو پورې د هګیو لپاره ساتل کیږي او له هغې وروسته د غوښې لپاره حلالیږي. ځینې چرګان تر ۳۰ کاله پورې هم ژوندي پاتې کیدای شوي.
د چرګانو ټولنیز چلند
د چرګانو ډلې یا ګروپ ته په انګرېزۍ کې (flock of chickens) وایي. ټولنیز چلند یې خوړو ته د لاسرسي ټاکنه کوي، د هګۍ اچولو یا چرګوړو ځای ته د لاسرسي ټاکنه کوي د جنسي نزدیکت او نورو سرچینو ټاکنه کوي. په ډله کې یې یو نر په ټولو حاکم وي، د نر لاندې څو فرعي چرګان حاکم وي او د حاکم نر لخوا دوه یا تر دوو زیاتې چرګې په ډېر پام سره څارل کیږي. د ډلې مشري یې د جنسیت او عمر له مخې ټاکل کیږي او کوم چې لوړه رتبه لري واړه د لوبې له میدان څخه تل شړي تر څو خواړه خپله وخوري او له چرګو سره خپل جنسي نزدیکت ممکن کړي. په صنعتي ځایونو کې هم عمره چرګوړي یو ځای ساتل کیږي خو کله چې بلوغیت ته ورسیږي خپلمنځ کې د حاکمیت لپاره جنګ پیل کوي. یو یې بل ننګوي او ډېر وخت دا چاره هغه وخت رامنځته کیږي کله چې نوی چرګ د نورو منځ کې پرېښودل شي. جنګ یې هم ډېر وخت د نرانو تر منځ کیږي خو کله کله چرګې هم ګډون پکې کوي.
د چرګانو کورني کېدل څو ځلې په سوېل ختیځې اسیا کې شوي. تر ټولو په وروستي ځل هند کې ۷۴۰۰ کاله وړاندې کورني شوي او ممکن د جنګ لپاره روزل شوي وي او یا یې هم هند کې مذهبي بڼه لرله. له همدې کورني شوو چرګانو ۲۰۰۰ کاله وړاندې نسلونه اخیستل شوي او نسلونه یې په ټوله نړۍ کې خپاره شوی. په اوراسیا او افریقا کې چرګان د کرنې او مالدارۍ یوه برخه وه خو په ۲۰ پېړۍ کې د غوښې او هګیو لپاره جلا په فارمونو کې وساتل شول.
په ۱۹۲۰ کې انګلستان د چرګانو په بندو پنجرو کې ساتنه پیل کړه تر څو تودوخه، رڼا او لوندوالی کنټرول کړي او همدا چاره یې د عصري فارمونو پیل وو. په متحده ایالتونو کې عصري فارمونه له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته پیل شول.
Comments
So empty here ... leave a comment!