هونډ (hound) په انګرېزۍ کې هر ښکاري سپي ته وایي که هغه تازي سپیان وي او که کوم بل نسل وي. د افغانستان تازي سپي ته په نړۍ کې د افغان هونډ نوم اخلي خو په افغانستان کې یې د تازي په نامه یادوي. یو وخت ګمان کېده چې د افغان هونډ سپي اصلي ځای پخوانی مصر ده او زرګونه کاله وړاندې یې مصریانو نسل اخیستی خو د دې تیورۍ یا نظر لپاره هېڅ شواهد ونه موندل شول. اروپا ته په ۱۹ پېړۍ کې د انګلستان هغو پوځیانو له ځان سره انتقال کړي چې د هند او افغانستان د پولو ترمنځ په جګړه کې بوخت وو.
د افغانستان تازي سپیان دخپل لید په ذریعه ښکار کوي او په افغانستان کې د پیشو پړانګ او ګزېلې د نیولو لپاره کارېدل خو وروسته پرې سوی او داسې نور واړه ژوي هم نېول کېدل. د دې سپیانو د قد لوړوالی د مخکینیو پښو په ولیو کې له ۶۳ تر ۶۸ سانتي متره (۲۵ تر ۲۷ انچه) پورې رسیږي او وزن یې له ۲۳ تر ۲۷ کیلوګرامه پورې وي. نرم لاندې زوړند غوږونه (floppy ears) لري، بدن یې مختلف رنګونه او اوږده وېښته لري. د بدن وروستۍ او مخکینۍ برخه کې یې وېښته ګڼ وي، نرۍ لکۍ یې پورته لور تاو شوې وي. ګمان کیږي چې اریستوکراتانو پخوا د ښکار لپاره ساتل.
