میستا – Mesta

په ۱۳ او ۱۴ پېړۍ کې د هسپانیا شپونکیان وو چې دولتي او اداري واک ېې لاره او د واک لرلو وجه ېې د نیدرلنډیانو سره پراخه سوداګري وه. میستا د سوداګرۍ تر څنګ په صنعت هم خپل کنټرول لاره کوم چې د پاچا لخوا میستا ته د امتیاز په توګه ورکړل شوی وو. خپلې رمې به ېې د ژمي موسم کې نورو سیمو ته بیولې او په لاره کې د څر پر وخت به ېې د خلکو په شخصي پټیو کې بې له اجازې هم څرولې. 
په ۱۹ پېړۍ کې هسپانیا د خپلو خامو موادو په بدل کې نور توکي واردول. ځنې تاریخ لیکونکي میستا شپونکیان په دې تورنوي چې د دوي سوداګري دهسپانیا د صنعتي ودې خنډ ګرزېدلې وه.
میستا په ۱۶ پېړۍ کې د ځواک او واک اوج ته ورسېدل خو په ۱۸ پیړۍ کې جېنرال سټاک اسوسېشن د میستا ځای ونیاوه. 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons