جان مکارتور – John Macarthur

په انګلستان کې زېږېدلی او په استرالیا کې مړ شوی. داسترالیا د وړیو صنعت اېښودونکی ده چې وروسته د نړۍ یو تر ټولو لوی د وړۍ مرکز وګرځېد. 
مکارتور په کال ۱۷۶۷ کې د سپټمبر په ۳ نېټه زېږېدلی او په کال ۱۷۸۹ کې له انګلستانه استرالیا ته ولاړ. او په کال ۱۸۳۴ کې د اپرېل مېاشت په ۱۱ نېټه په استرالیا کې مړ شوی. 
کله چې دپوځ د افسر په توګه استرالیا ته ورسېد هلته ېې دنده د عامه خلکو خدمت او عسکرو ته د نقدي رقم ورکولو دنده په غاړه لرله. دښار جوړونې په سر د مکارتور چې نظامي افسر وو او له انګلستانه لېږل شوی والي چې فیلیپ نومېده تر منځ شخړه رامنځ ته شوه او مکارتور په کال ۱۸۰۱ کې فیلیپ په ډزو مړ کړ. د فیلیپ له مرګ نه وروسته ېې انګریزان د وړۍ په فابریکې جوړلو بوخت کړل او خپله د پوځ لخوا د فیلیپ د جرم په قتل کې انګلستان ته ولېږل شو. په انګلستان کې چې کله د قضیه وګټله نو په کال ۱۸۰۵ کې بېرته استرالیا ته ولېږل شو او ۵۰۰۰ جریبه ځمکه د حکومت لخوا د وړیو د صیعت د پراخولو لپاره ورکړل شوه. له بېرته راتګ سره ېې په دنده کې هم بدلون راغی او د وړیو د صنعت د پراخولو دنده وروسپارل شوه. 
په کال ۱۸۰۸ کې مکارتور د رم په نامه بغاوت کوونکي له ځان سره دویلیم بلیغ په وړاندې چې دمستعمرې والي وو یوځای کړل. ویلیم بلیغ غوښتل چې دمکارتور د وړیو صنعت لپاره ځمکې محدودې کړي او په همدې وجه مکارتور له بغاوت کوونکو سره لاس یو کړی وو چې په پایله کې بیا ځلې د ۸ کالو لپاره انګلستان ته ولېږل شو. په انګلستان کې ېې د وړیو د مارکېټ زده کړې پېل کړې او له ۸ کاله ځنډ وروسته بیا استرالیا ته ولاړ. هلته مکارتور د خپلې ښځې او زوی په مرسته د استرالیا کرنیز شرکت ته وده ورکړه کوم شرکت چې په انګلستان کې د انګلستان د مستعمرې لپاره طرح شوی وو. 
شرکت ته له ودې ورکولو وروسته مکارتور د وړۍ د صنعت شرکت ۶۰ زره جریبه نور هم پراخ کړ او د ۱۸۲۵- ۳۲ کلونو تر منځ د وړیو تر ټولو لوی تولیدونکی شرکت شو. په کال ۱۸۳۲ کې د ذهني شوک له وجې له خپلې دندې ګوښه شو او په کال ۱۸۳۴ کې مړ شو. 
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons