همپ شایر – Hampshire
لنډه ډبله وړۍ لري، د مخ، غوږونو او پښو رنګ ېې تور وي، ښکرونه نلري او مورنی ځای ېې د انګلستان همپ شایر ده. په امریکا کې د مارکېټ د غوښې لپاره ساتل کیږي ځکه چې غټ دروند بدن لري. ځنې ملکونو کې د سپین مخ له مېږو سره د نسل اخستنې لپاره کارول کیږي او ګډ نسل ېې بیا مارکېټ کې د غوښې لپاره په فارمونو کې ساتل کیږي. په وړۍ کې ېې په کمه اندازه تور تارونه هم شته. له همپ شایر او کاوسټ ولډ چې د پسونو بل نسل ده په ۱۹ پېړۍ کې د اکسفورډ شایر په نامه ګډ نسل واخستل شو چې په انګلستان او امریکا کې ډېر پېژندل شوی نسل ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!