واړه اسونه چې د پادو او رمو د څر پر وخت پادې او رمې له نورو رمو او پادو جلا کوي د پادې یا رمې د تګ لوری هدایت کوي او د همدې لپاره روزل شوي. کوم ځانګړی نسل نده بلکې د هر نسل اسونه روزل کېدای شي ډېر وخت له کوارټر اسونو د دې چارې لپاره کار اخیستل کیږي. ډېر وخت پرې شپون ناست وي خو که مناسبه روزنه ورکړل شي له شپون پرته هم خپله دنده پر مخ بیایي.
