William Woodward – ویلیم وډورډ
د ۱۸۷۶ کال، د اپرېل په ۷ نېټه، د متحده ایالتونو په نیویارک کې زېږېدلی او ۱۹۵۳ کال، د سپټمبر په ۲۶ نېټه، په نیو یارک ښار کې مړ شوی. د امریکا بانکدار، د اسونو مالک، د اسونو نسل اخیستونکی او په اس سپرلۍ کوونکی وو.
زده کړې یې په (Groton School, Groton, Mass) ښوونځي کې کړي، وروسته له (Harvard Law School) په ۱۹۰۱ کې فارغ شو. له فراغت وروسته د (Court of St. James) محکمې له کار کوونکي (Joseph H. Choate) سره معاون شو. په ۱۹۰۳ کې نیویارک ته ولاړ او هلته یې په هانور بانک کې دنده پیل کړه او په ۱۹۰۴ کې د همدې بانک د ریس مرستیال او په ۱۹۱۰ کې د بانک ریس شو. په ۱۹۱۴ کې د (Federal Reserve Board) غړی او له ۹۲۷ تر ۱۹۲۹ پورې د (New York Clearing House) ریس وو. په ۱۹۳۳ کې له خپلې دندې تقاوت او خپل ټول ژوند یې د اسانو نسل اخیستنې ته وقف کړ. له کومو اسانو یې چې نسل اخیستی د ډېرو لوبو ګټونکي هم وو.
Comments
So empty here ... leave a comment!