Horse Suffolk – سفولک

د وړو کاري اسونو نسل ده، اصلي ځای یې دانګلستان سفولک سیمه ده. د انګلستان د منځنیو پېړیو له غټو اسونو څخه یې نسل اخیستل شوی. د انګلستان د کاري اسونو زوړ نسل ګڼل کیږي او د نورو کاري اسونو په پرتله ډېر کم له نورو سره د نسل اخیستنې لپاره کارېدای شي. په انګلستان او شمالي امریکا کې ټول سفولک اسونه د (Crisp’s Horse) بچیان دي کوم چې په ۱۷۶۸ کې پیدا شوی.
 
لنډ ډبل اورمېږ لري، لنډه ډبله ملا او پښې لري. مهربانه دي خو ځواکمن بدن لري. قد یې له ۱۵۷ تر ۱۶۸ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۷۲۵ تر ۹۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. تل د څېړۍ (بلوط) رنګ لري. په انګلستان کې یې د مالوماتو د ثبت اداره (Suffolk Horse Society of Great Britain) په ۱۸۸۰ کې جوړه شوې او په همدې کال کې متحده ایالتونو وارد شوي.
PairSuffolks
A pair of Suffolk horses Photo by Amanda Slater from Coventry, England

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons