Standardbred – سټنډرډ برېډ
د اسونو نسل ده، نسل یې په متحده ایالتونو کې په ۱۹ پېړۍ کې اخیستل شوی، په بنسټیزه توګه په اس ګاډۍ پسې تړل کېدل او د منډې د سیالۍ لپاره کارېدل. پلار یې د انګلستان وو کوم چې په ۱۷۸۸ کې متحده ایالتونو ته انتقال شو او هلته له مورګان اسونو سره د نسل اخیستنې لپاره وکارېده او سټنډرډ برېډ نسل یې رامنځته کړ.
په اوږد واټن کې ښه منډه وهونکي دي، زیات مقاومت لري، ارام طبیعت لري، په جوړښت کې د منډو د سیالۍ لپاره تورو برېډ نسل ته ورته دي خو تر تورو برېډ د بدن کچه کې واړه دي او درانده هډوکي لري. وزن او قد یې له یو بل سره ډېر توپیر لري خو د قد منځنۍ کچه یې له ۱۵۲ تر ۱۶۳ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۹۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. سور رنګ یې ډېر عام رنګ ده خو په خړ، تور نسواري رنګ کې هم شته دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!