Percheron – پېرچېرون
د درندو کاري اسونو نسل ده، اصلي ځای یې د فرانسې پېرچ سیمه ده. ګمان کیږي چې نسل یې د منځنیو پېړیو د فلندرز له غټو اسونو اخیستل شوی وي. په ۱۹ پېړۍ کې هڅه وشوه چې نسل کې یې کمه اندازه تغیر راوستل شي، د عربي اس ځانګړنې ترې لرې شي او په کاري درانده اس بدل شي. په ۱۸۵۱ کې یو څو متحده ایالتونو ته انتقال شول. د کرنې تر میکانیزه کېدو مخکې دې اسونو د امریکا کرنه کې انقلاب رامنځته کړ او تر هر کاري نسل یې په کرنه کې زیاته ونډه اخیستې. قد یې له ۱۶۳ تر ۱۷۳ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۸۶۰ تر ۹۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!