Whip scorpion – وېپ لړم
په انګرېزۍ کې وېپ قمچینې ته وایي او دا لړمان هم اوږدې نرۍ قمچینې ته ورته لکۍ لري. د ډلې نوم یې (order Uropygi) ده خو ځینې خلک یې ډلې ته د (Thelyphonida) نوم کاروي. د ارتروپوډ ۱۰۵ ډولونه دي، په ارکنیدا کلاس کې شامل دي. په لکۍ کې نېښ نلري. یو ډول یې چې عام نوم یې (vinegarroon) او علمي نوم یې (Mastigoproctus giganteus) ده بخار پیدا کوونکې مایع شیندي کومه چې سرکې ته ورته بوي لري. له هند او جاپان نیولې تر نیو ګینې پورې پیدا کیږي په امریکا کې یې هم دوه نسلونه شته دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!