À cause de – Grâce à
په کره پښتو کې د (à cause de) مانا “له امله یا له لامله” ده.
په کره پښتو کې د (grâce à) مانا “په مرسته” ده.
-> À cause de/du/des/d’ + groupe nominal
پورته جوړښت د یوه حالت، یو شي یا یوه کس له امله د رامنځته شوي منفي حالت پایله ښي.
همداسې ( en raison de, par la faute de) یې د مترادفو جملو په توګه کارولی شو.
.Ils sont fâchés à cause d’un différend sur le choix de la couleur des murs
هغوي د دیوالونو د رنګ په اړه، د نظر د اختلاف له امله په غسه دي.
.Il est fâché à cause de Marie.
هغه د ماري له امله په غسه دی.
-> Grâce à/au/aux/à la/à l’ + groupe nominal
پورته جوړښت د یوه حالت، یو شي یا یوه کس له امله د رامنځته شوي مثبت حالت پایله ښي.
همداسې ( au moyen de, à l’aide de) یې د مترادفو جملو په توګه کارولی شو.
.Ces fleurs vont être magnifiques grâce à mes bons soins
زما د خیال ساتنې په مرسته به دا ګلان عالي وي.
.Ces fleurs seront magnifiques grâce à Paul
د پال په مرسته به دا ګلان عالي وي.
.Je suis en colère à cause de mon chien qui a déchiqueté mon livre de grammaire
زه مې د سپي له امله په غسه یم، سپي مې د ګرامر کتاب څیرې څیرې کړی.
.De nombreux arbres sont tombés sur la route à cause d’ un orage
د تالاندې او برېښنا له امله ډېرې ونې په لار کې را غورځېدلي.
.Mon voisin a fait fortune grâce à l’héritage
زما ګاونډي د میراث له امله شتمن شو.
.Tu peux remercier Paul ! C’est grâce à lui que les travaux avancent si vite
ته د پال مننه کولای شې ! د هغه په مرسته چارې چټکې روانې دي.
.Cette année la récolte sera bonne grâce à un ensoleillement exceptionnel
د استثنایي پیتاوي په مرسته، سږکال به حاصل ډېر ښه وي.
.Martin est tombé sur le chemin à cause d’ une racine qui sortait de terre
مارټین له ځمکې نه د راوتلې یوې ریښې له امله وغورځېد.
.Vous passerez une bonne nuit grâce à une literie de bonne qualité
تاسې به د یوه ښه کیفیت لرونکې بسترې په مرسته ښه شپه تېره کړئ.