à – en – sur – dans

د (à) مانا “په، ته” ده
د (en) مانا “په” ده.
که چېرې ضمیر وي او د مخکې یاد شوي نوم په ځای کارېدلی وي نو مانا یې “یې” ده.
د (sur) مانا “پر یا له پاسه” ده.
د (dans) مانا د یو څه “د ن نه یا په” ده.

.Ces travaux vont vous coûter dans les trois mille euros

په درې زره یورو به درته دا چارې تمامې شي.

.Il a lâché son chien à dans l’intention de nuire à ses voisins
هغه ګاونډیانو ته د زیان اړولو په نیت خپل سپی پریښی / هغه ګاونډیانو د زیان اړولو په موخه خپل سپی پریښی.

.Dépose ce bloc-notes sur mon bureau, près du téléphone

دا بلاک نوټ ټیلیفون سره نږدې زما پر مېز کېږده.

.Je vais être mis à la rue car je n’arrive plus à payer mon loyer
زه به په سرک واچول شم ځکه چې زه نوره کرایه نشم ورکولی.

.À l’hôtel où j’habite, ma fenêtre donne sur la rue
په کوم هوټل کې چې زه اوسم کړکۍ د سرک لور ته ده.

.Il s’enfermait dans son bureau pour travailler sans être dérangé
هغه ځان په دفتر کې بند کړی وو تر څو له مزاحمت پرته کار وکړي.

.En été, des centaines de baigneurs envahissent la plage
په اوړي کې، سلګونه لمبېدونکي کسان په سمندر غاړې یرغل وروړي.

.À chaque printemps, les amandiers mettent leur habit blanc et rose
په هر پسرلي کې، د بادام ونې خپله سپینه او ګلابي جامه اغوندي.

.Les résultats du concours seront affichés dans les trois jours qui viennent
په راتلونکو درې ورځو کې به د کانکور پایلې خپرې شي.

.Alex est parti sur sa moto pour faire ses courses dans le village voisin
الېکس په خپل موټر سایکل نږدې کلي ته د سودا اخیستلو لپاره تللی.

.Marie songe à se marier prochainement et à fonder un foyer
ماري په نږدې راتلونکې کې د واده کولو او کور جوړولو فکر کوي.

Sidebar



Share
Hide Buttons