à faire – avoir affaire
په فرانسوي کې یوازې (affaire) “معاملې” ته وایي.
که چېرې (avoir affaire) وي نو اصطلاح ده او مانا یې “له یو کس یا یو شي سره مخ اوسېدل یا هم په ساده توګه ورسره مخ اوسېدل” ده. د (avoir affaire) او بشپړونکې جملې تر منځ تل (à, au, aux, avec) کارېدلي وي. د (avoir affaire) په ځای د مترادف په توګه ( être en rapport avec /être confronté à) اصطلاح ګانې هم کارولی شو.
د (à faire) مانا “ترسره کول” ده. د (à faire) په ځای د مترادف په توګه (avoir à réaliser/accomplir/refaire/effectuer) هم کارولی شو.
.Aujourd’hui, j’ai beaucoup à faire, on se verra demain
نن زه ډېرې چارې لرم، سبا به سره ګورو.
.Aujourd’hui, j’ai beaucoup de travail à réaliser, on se verra demain
زه نن ډېرې چارې لرم چې ترسره یې کړم، سبا به سره ګورو.
.Albert va avoir affaire à ses créanciers s’il ne rembourse pas ses dettes
که چېرې پور ادا نه کړي، د البرټ پوروړي به له البرټ سره مخ وي.
.Albert va être en rapport avec ses créanciers s’il ne rembourse pas ses dettes
که چېرې د البرټ پور ادا نه کړي، نو البرټ به له خپلو پوروړو سره اړیکه کې شي.
.Le commerçant à qui Vincent a eu affaire était un escroc
له کوم سوداګر سره چې ونسا مخ وو یو ګڼ کپ وو / ونسا له یو ګڼ کپ سوداګر سره مخ وو.
.Ma mère est très occupée aujourd’hui, elle a plein de choses à faire
مور مې ډېر چارې لري، نن ډېره بوخته ده.
.Ce délinquant a eu plusieurs fois affaire avec la police
دا مجرم څو ځلې له پولیسو سره مخ شوی.
.Soyez patients, vous avez aujourd’hui beaucoup à faire
صبر کونکي اوسئ، نن ډېرې چارې لرئ.
.Vous avez des courses à faire comme tous les lundis
لکه د هرې دوشنبې په څېر تاسې سودا اخیستل لرئ.
.Il aura affaire à moi s’il continue à vous importuner
که چېرې مو مزاحمت وکړي له ما سره به مخ شي.