A. Leon Higginbotham, Jr – اې لیون هیګینبوتام جې ار

بشپړ نوم یې (Aloyisus Leon Higginbotham Jr) ده. د فېبرورۍ په ۲۵ نېټه، کال ۱۹۲۸ کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۱۴ نېټه کال ۱۹۹۸ کې مړ شوی. د امریکا وکیل او قاضي وو. له کال ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۳ د فدرالي قاضي په توګه د استیناف محکمې (Court of Appeal) د قاضیانو مشر (Chief Judge) وو. د ټولنې د مختلفو غړو د یووالي او مدني حقونو کلک دفاع کوونکی وو او په کال ۱۹۹۵ کې د ریاست جمهورۍ د ازادۍ مډال ورکړل شو کوم چې په امریکا کې تر ټولو لوړ غېرې نظامي مډال ګڼل کیږي. جې ار خپلې زده کړې د امریکا په هغو ښوونځیو کې کړې وې چې د رنګ پر بنسټ له سپین پوستو جلا شوي وو.
For image description page click here