Abbé Aubert – ابې اوبېرت

بشپړ نوم یې ژان لویي اوبېرت (Jean-Louis Aubert) دی. د ۱۷۳۱ کال د فېبروري په ۱۵ نېټه په پاریس کې زېږېدلی او د ۱۸۱۴ کال د نومبر په ۱۰ نېټه په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې ډرامه لیکونکی، شاعر او جورنالست وو. پلار یې ژک اوبېرت د وایلېن د موسیقي د الې غږونکی وو. تره یې لویي اوبېرت انځورګر وو.

ابې اوبېرت د نوار کالج کې زدکړې کړې وې. په ۱۷۴۱ کې د اعلاناتو او مختلفو نظرونو په نامه رسنۍ کې یې لیکنې پیل کړې او تر ډېره یې لیکنې نیوکې وې. په ۱۷۵۲ کې یې د پوهنغونډ په جوړونکو نیوکو ته مخه کړه. په ۱۷۵۶ کې د فرانسې مېرکیور په نوم مجلې کې یې د کیسو خپرونو باندې پیل وکړ. وروسته یې د ترېور ورځپاڼه کې دنده پیل کړه او د ورځپاڼې نوم یې ساینسي ورځپاڼې ته بدل کړل. په ۱۷۷۳ کې د سلطنتي کالج د ادبیاتو ریس وټاکل شو او په ۱۷۷۴ کې د فرانسې د ګزېت مدیر وګمارل شو.

Sidebar



Share
Hide Buttons