Abergele cattle – ابېرګیلي غوییز
په ایتوپیا کې تر ټولو کوچنی د غوییزو نسل دی. دکار، شیدو او غوښې لپاره ساتل کیږي. په ابېرګیلي ټیټو هوارو سیمو کې او دوګوا ټېم بین ولسوالۍ کې ساتل کیږي. د زېنګا نسل د ګروپ برخه ده. له وچو، ګرمو او ټیټو سیمو سره ډېر ژر بلدتیا پیدا کولای شي. له هر ډول پرازیت او ناروغیو سره مقاومت لري او اوږدمهاله وچکالي کې پاېدلی شي.
په ابېرګیلي نسل فشارونه :
– په ایتوپیا کې کورنۍ جګړې، ښاري پراختیا، ټولنیزې سیاسي ستونزې
– پانزوټیک او پلاګ ناروغۍ
– د ایکو سیستم ویجاړونه او وچکالي
– بې کچې زیات دوه رګه نسلونه اخیستل
فزیکي ځانګړنې
معمولا سور رنګ لري، دواړه غوا او غویی یې لنډ ډبل ښکرونه لري، ملا کې لوړ شوی ګوبی لري، د غویي وزن یې تر ۲۳۴ کیلو ګرامه پورې او د غوا وزن یې تر ۱۵۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۹۷ تر ۱۰۹ سانتي متره پورې لوړیږي.
ورسره نږدې تړاو لرونکی د غوییزو نسل اراډو غوییز دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!