Abert’s squirrel – د ابرټ نولی یا ډانګلکی
بل نوم یې (tassel-eared squirrel) ده. د ډول علمي نوم یې (Sciurus aberti) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولي یو ډول ده. دمتحده ایالتونو او مکسیکو په ډبریزو غرونو کې پیدا کیږي. نوم یې د امریکا په طبیعي فلسفې باورمند، د پوځ افسر او ټوپوګرافیک انجنیر (John James Abert) له نوم څخه اخیستل شوی. تر اوسه یې ۹ فرعي ډولونه پېژندل شوي. خواړه یې تخمونه دي خو که چېرې نه وي نو په مرخیړي، غوټیو، د ونې په پوستکي او په مرادارو شوو ژو هم ځان تغذیه کوي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۴۶ تر ۵۸ سانتي متره پورې او د لکۍ له ۱۹ تر ۲۵ سانتي متره پورې وي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
فرعي ډله | سکیورومورفا |
کورنۍ | سکیوریډای |
فرعي کورنۍ | سکیورینای |
قوم | سکیوریني |
نسل | سکیوریوس |