Abigar – ابیګار غوییز
په سانګا ګروپ کې ډلبندي شوی د ختیځې افریقا د غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي خو قصابي کې د غوښې لپاره هم کاریږي. غوا یې له لنګېدو وروسته تر وچېدو پورې موده کې تر ۷۵۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. ګمان کیږي چې په لمړي ځل یې نسل په ګامبېلا ایالت کې چېرې چې نیور خلک مېشت دي اخیستل شوی وي. په سیمه کې په دې غوییزو چاپېریالي فشارونو ته په کتو او د مثل تولید سره یې پرتله کوونه داسې ښي چې نسل یې د ورکېدو له خطر سره په اسانۍ نه مخ کېدونکی دی.
له دوامداره راڅرګندېدونکو ناروغیو سره، وچکالي، فصلي د خوړو کموالي، د اوبو نشتوالي او تودوخې سره مقاومت کوونکی نسل دی. ځینو سیمو کې چېرې چې د ویترنري خدمات نشته د نسل د تدریجي کمېدو لآمل یې یاد شوی.
Comments
So empty here ... leave a comment!