Abilify – ابیلي فای

جنرېک نوم یې ( aripiprazole) دی.
د درملو کلاس : د پسیکوسیس ضد یا د پسیکوتیک ضد
ابیلي فای د پسیکوسیس ضد یا پسکوټیک ضد درمل دي. په مغز کې د کیمیاوي توکو فعالیت کې بدلون رامنځته کوي.

په لویانو او ماشومانو کې کوم چې تر دیارلس کالو پورې عمر لري د شېزوفرېنیا په شمول د پسیکوسیس درملنه کوي.

په لویانو او تر لس کلنو پورې ماشومانو کې، د بي پولر۱ ډول کې، د مانیا د دورې لپاره یوازې او یا د مزاج له ثبات ساتونکو درملو سره کاریږي.

په لویانو کې د ډېپرېشن ضد درملو سره د ډېپرېشن د درملنې لپاره کاریږي.

شپږ کلنو ماشومانو کې د ټورېټ بې نظمۍ لپاره کاریږي، همداسې د اوټېسټیک بې نظمي علایم (نا ارامي، برید کوونکی چلند، په مزاج کې ناڅاپه بدلون او د ځان ټپي کوونه) پرې ارامیږي.

د لاندې کسانو لپاره د ابیلي فای کارونه نه ده تصدیق شوې

ابیلي فای د هغو کسانو لپاره نه دي تصدیق شوي کوم چې زیات عمر لري او پسیکوسیس پکې د عقل د زوال یا ډېمینشیا له امله رامنځته شوی وي.

د هغو کسانو لپاره کومو چې ډېپرېشن لرلی وي او د ځان وژنې په اړه یې فکر کړی وي. ځینې ځوانان چې کله د ډېپرېشن درملنه کوي، ممکن د درملنې پیل کې د ځان وژنې فکر ولري. که چېرې مو مزاج کې ناڅاپه بدلون رامنځته شي، د ځان وژنې فکر درته پیدا شي، برید کوونکی چلند پیدا کړئ نو سملاسي خپل ډاکټر سره اړیکه کې شئ او د بدلون په اړه یې خبر کړئ.

که چېرې تاسې ابیلي فای کاروئ او لاندې یاد شوي علایم درکې پیدا شي نو سملاسي یې کارونه بنده کړئ او له ډاکټر سره اړیکه کې شئ :
تبه او له تبې سره د عضلاتو نیول کېدنه، د زړه د ضربان تېزېدنه، د عضلاتو نه کنټرول کېدونکی خوځښت کوم چې ناڅاپه وي او بې حسه کېدنې ته ورته وي، شدید سر درد، په لید کې، خبرو او توازن کې ستونزه.

که چېرې د ډېپرېشن ضد درمل هم ورسره کاروئ نو د ډېپرېشن ضد درمل ناڅاپه مه بندوئ.

د امبیلي فای له خوړلو مخکې
که چېرې تاسې له اري پیپ رازول (aripiprazole) سره حساسیت لرئ نو ابیلي فای مه خورئ.
د کومو کسانو چې عمر زیات وي او د ډیمنشیا له امله پسیکوسیس پکې رامنځته شوی وي د ابیلي فای کارونه یې د مړینې امکان بې کچې ډېروي.

که چېرې تاسې لاندې یادې شوې ستونزې لرئ نو د امبیلي فای له کارولو مخکې خپل ډاکټر ته ووایئ
– په زړه کې ستونزې
– د وینې لوړ یا ټیټ فشار
– شکر (که یې تاسې خپله لرئ او یا مو د کورنئ کوم غړی لري)

– د وینې کمې سپینې حجرې

– د میرګیانو حمله

مایع شکل کې امبیلي فای بوره لري او که چېرې تاسې شکر لرئ نو له کارولو مخکې مو ډاکټر ته ووایئ.

اري پیپ رازول وینه کې بوره لوړوالی شي (هایپر ګليسیمیا رامنځته کولای شي) د خپلې وینې بوره مو په ډېر پام سره وګورئ.

په هره ګولۍ کې تر ۳ ملي ګرامو پورې فېني لالانین لري، که چېرې تاسې کې د فېنیل کېټونوریا ارثي بې نظمي وي او فېني لالانین نشئ مېټابولایز کولای نو خپل ډاکټر ته مو هرو مرو ووایئ. همداسې که چېرې فېنیل کېټونوریا بې درملنې پاتې شي عصبي ریښو ته مو زیان اړوي.

که چېرې یوه ښځه د اومیدوارۍ په وروستیو درې میاشتو کې د پسیکوسیس ضد درمل وکاروي جنین کې یې جدي روغتیایي ستونزې رامنځته کېدای شي. که چېرې اومیدواره شوی سملاسي مو ډاکټر خبر کړئ او درمل په خپل سر مه بس کوئ.

څرنګه باید ابیلي فای وکاروم ؟
لکه څرنګه چې ډاکټر هدایت کړی وي هو بهو یې هماغسې وکاروئ. ډاکټر مو ممکن کله نا کله ډوز کې بدلون راولي. ابیلي فای په مړه ګېډه او په نهره دواړو خوړل کېدای شي. ابیلي فای له ماتولو، ژولو او یا میده کولو پرته ټوله ګولۍ وخورئ. که چېرې مایع شکل کې وي نو د خوړلو لپاره یې د پخلنځي کاشوغه مه کاروئ بلکې هماغه سرنج وکاروئ کوم چې له درملو سره وي تر څو یې کچه زیاته یا کمه نشي. له پاکټ څخه ګولۍ یوازې هغه وخت راوباسئ کله یې چا تاسې خوړلو ته چمتو یاستئ. کله مو چې ټابلېټ خوله کې کېښوده نو خوله کې یې حل کړئ او که چېرې مو خوله کې کافي لاړې نه وي نو اوبه هم کارولی شئ.

درمل مو له تودوخې او لوندوالي لرې د خونې له تودوخې سره برابر ځای کې وساتئ.

که چېرې درمل یو وخت قضا کړئ ؟
که چېرې مو درمل قضا کړي وي نو چې څومره ژر امکان ولري درمل وخورئ خو قضا شوی ډوز له اوسني ډوز سره په هېڅ وجه مه خورئ. که چېرې مو درمل ختمېدو ته نږدې وي تر ختمېدو مخکې بله نسخه واخلئ او په هېڅ وجه یې ناڅاپه کارونه مه بس کوئ.

که چېرې زه له کچې زیات ابیلي فای وکاروم ؟
که چېرې تاسې له کچې زیات ابیلي فای کارولي وي سملاسي له بیړنیو روغتیایي مرستو رسونکو سره اړیکه ونیسئ او یا روغتون ته ځان ورسوئ. که چېرې له کچې زیات وکارول شي علایم یې کانګې، برید کوونکی چلند، زهني ګډوډي، بدن کې لړزه، د زړه د ضربان کم یا زیات نرخ، کمزورې یا ډوبه سا اخیستنه، بې هوښه کېدنه او کوما ته تلنه وي.

د ابیلي فای سره باید له څه ډډه وکړم ؟
که چېرې تاسې څملاستلي حالت کې اوسئ نو له ناڅاپه درېدو یا کېناستو ډډه وکړئ، که چېرې ناڅاپه درېدل یا ناسته وکړئ نو ممکن سر مو چکر وکړي. له موټر چلولو ډډه وکړئ، له دې درملو سره تاسې کې ګنګسوالی او د سر چکر پیدا کېدلای شي او که تاسې لوړ ځای کې وی نو د غورځېدو امکان مو شته وي، د موټر یا ماشین پر وخت د ټکر او پېښې امکان شته وي.

کوم کسان چې لوېدیځو هیوادونو کې دي او الکول څکي نو له ابیلي فای سره یې څکل د ژوند ګواښونکي جانبي عوارض رامنځته کولای شي.

له ابیلي فای کارونې سره ممکن تاسې له تود چاپېریال سره حساس واوسئ، له تودوخې او بدن که د اوبو له کمېدو ځان وساتئ. که چېرې تاسې ابیلي فای کاروئ نو د سپورت پر وخت او یا توده هوا کې کافي مایع وڅکئ.

د ابیلي فای بد اغیز (جانبي عوارض)
د امبیلي فای عام بداغیز
– په لید کې خیروالی
– په خولې کې د لاړو زیاتېدل
– د عضلاتو کلکېدنه، شخېدنه او نیول کېدنه
– د عضلو بې اختیاره خوځښت او تشویش
– د وزن زیاتېدل
– زړه بدوالی، کانګې او قبضیت
– د اشتیا زیاتېدل یا کمېدل
– سر درد، د سر چکر او ستړیا
– بې خوبي
– د پوزې بندېدل، پرنجېدل

که چېرې مو له ابیلي فای سره حساسیت ښکاره کړ نو د بیړنیو مرستو رسونکو سره سملاسي اړیکه کې شئ او یا روغتون ته ځان ورسوئ. د حساسیت علایم یې په سا اخیستنه کې ستونزه، د مخ، ژبې او مرۍ پړسېدنه ده.

که چېرې مو ناڅاپه ډېپرېشن زیات شو، تشویش مو زیات شو، په ویدو کېدو کې ستونزه رامنځته شوه، زهني او فزیکي نا ارامتیا درکې پیدا شوه، په بل یا په ځان د برید په اړه فکرونه درکې پیدا شو، بې کچې مو فزیکي فعالیت ته مخه کړه او یا هم بې وقفې خبرې کول مو پیل کړل نو سملاسي له خپر ډاکټر سره اړیکه کې شئ.

که چېرې لاندې علایم درکې راڅرګند شو نو له ډاکټر سره مو اړیکه کې شئ :
– د بې کچې زیاتې نا ارامتیا احساس
– د لاسونو، پښو، مخ، ژبې، شونډو او سترګو نه کنټرول کېدونکی خوځښت
– خپل مخ ته د نقاب ګمان کول، خبرو کې ستونزه، د خوړو تېرولو کې ستونزه
– د بدن د یوې برخې نیول کېدنه او نه کنټرول کېدونکی خوځښت یې
– د عصبي سیستم جدي غبرګون : عضلو نیول کېدنه او کلکېدنه، زیاته تبه، د بدن خولې کېدنه، د زړه تېز یا نا منظم ضربان، د بې هوښۍ احساس کول
– د وینې د حجرو کمېدنه : تبه، لړزه، د مرۍ درد، کمزورتیا، په اسانۍ بدن کې شینوالی پیدا کېدل، د وینې غیرې معمولي بهېدنه، د پوستکي لاندې سره یا بانجاني رنګ ته ورته خالونه
– وینه کې د بورې لوړه کچه : زیاته تنده، زیات خالي ادرار، د خولې وچېدنه، د سا اخیستنې پر مهال د میوې د بوي احساس

له ابیلي فای سره ممکن تاسې د جنسي اړیکې زیات تمایل ولرئ، د قمار وهلو ته مخه کول، او یا ممکن نورو عادتونو ته مخه کول که چېرې داسې وي نو له ډاکټر سره مو اړیکه کې شئ.

کوم درمل له ابیلي فای سره خطر لرلای شي ؟
هغه درمل د کومو چې کارونه سا اخیستنه ورو کوي، په سر کې د چکر لامل کیږي له ابیلي فای سره یې کارونه د مړینې لامل کېدای شي.


ولې باید اریپیپ رازول په سهار کې وخوړل شي ؟
اریپیپ رازول داسې درمل دي کوم چې ځینې خلکو کې د خوب او په ځینو کې د بې خوبي لامل کیږي. که چېرې تاسې کې د بې خوبي لامل کیږي نو اړینه ده چې یاد درمل سهار کې وخورئ. څېړنې ښي چې که چېرې د شپې وخوړل شي نو ممکن د ډي ۲ ډوپامین په اخذ کوونکو اغیز ولري او تر ۲۴ ساعتو پورې د اینسولین په ازادېدنه کې ګډوډي رامنځته کړي، او ممکن د میتابولیزم بې فعالیتي ځواکمنه کړي.

یوه څېړنه کې ۱۴۳ کسانو اریپیپ رازول وکارول. په دې کې ۹۰ کسانو د سهار لخوا او ۵۳ کسانو د شپې لخوا درمل خوړل:
– کومو کسانو چې اریپیپ رازول د شپې لخوا خوړلي وو نو ښه کولسټرول ‘اېچ ډي اېل’ یې بدن کې کم شوي وو خو کومو چې سهار کې خوړلي وو بدن کې یې ښه کولسټرول نه وو کم شوي.
– د وینې فشار کې، اېل ډي اېل کولسټرول، ټولټال کولسټرولو کې او (HbA1c, BMI) کې د ټولو ۱۴۳ کسانو کوم توپیر نه وو راغلی.


له ابیلي فای (اریپیپ رازول) سره کوم د ډېپرېشن ضد درمل کاریږي ؟
د ډېپرېشن درملنه د هر کس لپاره توپیر لرلای شي. د درملنې لپاره مختلفې خوښې شته دي. کله نا کله ابیلي فای (اریپیپ رازول) د ډېپرېشن ضد نورو درملو سره یو ځای کاریږي تر څو یې اغیز زیات کړي په ځانګړې توګه داسې حالت کې کله چې ناروغ باندې د ډېپرېشن ضد درمل اغیز نه کوي. مخکې تر دې چې ابیلي فای (اریپیپ رازول) له نورو درملو سره وکاروئ لمړی یې خپله کې تعاملونو ته کتنه وکړئ.

له ابیلي فای (اریپیپ رازول) سره د نورو درملو کارونه په هر ناروغ کې د ناروغۍ د مخینه له مخې، اړتیا او روغتیایي حالت له مخې توپیر لري. کوم درمل چې د ډېرو خلکو لپاره په عام ډول له ابیلي فای (اریپیپ رازول) سره کاریږي لاندې یاد شوي
– (Selective Serotonin Reuptake Inhibitors SSRIs) لکه فلواوکسېټین(پروزاک)، سېرټرالین (زولوفټ)، اېسي ټالوپرام (لکساپرو)
– (Serotonin-Norepinephrine Reuptake Inhibitors SNRIs) لکه وېنلافاکسین (اېفکسور)، ډولوکسټین (سیمبالټا)
– بیو پروپین (ویل بیوټرېن)

که چېرې د ډېپرېشن ناروغ باندې د ډېپرېشن ضد هېڅ درمل کار ونکړي نو ابیلي فای (اریپیپ رازول) یې له درملو سره اضافه کیږي. د شپږ اونیو په دوه څېړنو کې کومو کسانو چې له ابیلي فای (اریپیپ رازول) سره سېرټرالین، پاروکسېټین، وېنلافاکسین، فلواوکسېټین او یا اېسي ټالوپرام کارولي وو د ډېپرېشن علایم یې ورسره ارام شوي وو.


له ابیلي فای (اریپیپ رازول) سره کوم درمل تعامل کوي ؟
ډېری د ډپېرېشن ضد درملو سره تعامل کوي. ابیلي فای (اریپیپ رازول) په ځیګر کې، په پروتینو تجزیه کیږي، که چېرې د ډېپرېشن ضد نور داسې درمل وخوړل شي کوم چې له همدې پروتینو سره تعامل کوي نو په بدن کې د ډېرو درملو لامل کیږي. که چېرې بدن کې ابیلي فای زیات شي نو بد اغیز (جانبي عوارض) یې هم زیاتیږي. کوم درمل چې له اریپیپ رازول سره تعامل کوي فلواوکسټین او پاروکسټین دي. د ډېر بد اغیز د مخنیوي لپاره یې د اریپیپ رازول کچه کمه کړئ.

په ځینې خلکو کې کوم چې د ډېپرېشن ضد درمل له اریپیپ رازول سره کاروي د سېروټونین سېنډروم پیدا کېدای شي. سېروټونین سېنډروم کې، د انسان بدن کې د سېروټونین کچه زیاتیږي او دا حالت د ژوند ګواښونکی وي. د کارونې لپاره یې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.


ابیلي فای (اریپیپ رازول) وزن زیاتوي ؟
د نورو پسیکوسیس ضد (انټي سایکوټیک) درملو په پرتله وزن کم زیاتوي خو په ځینې کسانو کې د پام وړ وزن زیاتوي په ځانګړې توګه هغو کسانو کې کوم یې چې د ډېپرېشن لپاره له نورو د ډېپرېشن ضد درملو سره ابیلي فای کاروي. که چېرې یې یو کس پرېږدي نو هم یې وزن زیاتولی شي.

په هر کس کې یې د وزن زیاتولو طریقه توپیر لري. دوه کسان ممکن ورته خواړه وخوري او د خوړو کچه یې هم د یو بل په څېر زیاته شوي وي خو د یو وزن ورسره زیات او د بل میټابولېزم ورو شي. په ډېری حالتونو کې مختلف فکتورونه د وزن زیاتېدو لامل کیږي. فکتورونه یې لاندې یاد شوي :
– ابیلي فای ممکن اشتیا زیاته کړي : ځینې کسان تل اشتیا لري او هر وخت خوراک کول غواړي، هر څه چې خوري نه پرې مړیږي او بیا نور خواړه غواړي. تر ډېره د کاربوهایډرېټ او بورې په لټه کې وي. د ځینو اشتیا کمه اندازه خو د ځینو بیا د پام وړ زیاتوي. دلته مو د خوړو کچه د وزن له زیاتېدو سره تړاو لري.
– ابیلي فای مو ممکن د وینې د بورې په کچه اغیز وکړي : په ځینې کسانو کې ګلوکوز زیاتوي او د شکر لامل کېدای شي. دوه سړیانو د کومو چې عمرونه له ۴۰ پورته وو د دوه اوونیو لپاره یې اریپیپ رازول کارولي وو او له دوه اونیو پس (diabetic ketoacidosis) پکې پیدا شوی وو، همداسې یو هلک د کوم چې عمر دولس کاله وو له شپږ میاشتې کارونې پس (diabetic ketoacidosis) لرلې وه، یوې ښځې اریپیپ روزال د ۴ ورځو لپاره کارولي وو او (diabetic ketoacidosis) وده پکې کړې وه، بل ۳۳ کلن سړي کې (diabetic ketoacidosis) له ۱۸ میاشتو پس پیدا شوې وه. د اریپیپ رازول له پرېښودو او مدیریت پس ټولو ناروغانو بېرته له (diabetic ketoacidosis) روغتیا موندلې وه.
– ابیلي فای ممکن په میټابولېزم اغیز وکړي : زمونږ مغز او په مغز کې بیا په ځانګړې توګه هایپو تالاموس د میټابولیزم په تنظیم کې ځانګړی رول لري. هایپوتالاموس د عصابو له هغو حجرو مالومات اخلي کومې چې له مغز، هورمونونو، نورو کیمیاوي توکو لکه لېپټین او ګرېلېن، خوړو لکه ګلوکوز، امینو اسدونو، شمحمې اسیدونو بهر دي. همداسې په نیوروټرانزمېټرونو لکه (5-HT2C and 5-HT1A receptors, histamine H1 receptors and dopamine D2 receptors) اغیز کوي تر څو مېټابولېزم تنظیم کړي. ابیلي فای په یادو اخذ کوونکو زیات اغیز کوي او دا چاره یې ممکن میټابولېزم ورو کړي او که چېرې مو د خوړو کچه کې هم توپیر نه وي راغلی، سپورت هم وکړئ نو بیا مو هم وزن زیات شي.
– د ابیلي له کارونې سره ممکن تاسې کې نا راستي پیدا شي د فعالیت کچه مو ورسره کمه خو د خوراک کچه مو زیاته شي.
– ابیلي فای که چېرې د ډېپرېشن ضد له نورو درملو سره یو ځای شي ممکن وزن زیات کړي.
– ځینې خلک ابیلي فای د مزاج ښه کولو لپاره کاروي او له کارولو پس یې چې کله مزاج ښه شي په ټولنه کې د ګډون لپاره بهر د خوړو لپاره تګ کوي کوم چې د وزن زیاتېدو کې ونډه اخیستی شي.
– د ځینې کسانو جنتیک ممکن د وزن زیاتېدو کې مرسته وکړي : هغو جینونو کې توپیر کوم چې د (5-HT2C receptor) لپاره کوډ کول کوي د پسیکوسیس ضد درملو سره یې وزن زیاتیږي.

څرنګه د وزن اخیستو مخنیوی وکړو ؟
– داسې خواړه نه خوړل کوم چې بوره او شحم لري
– له یو تر دوه ساعتو پورې هره ورځ سپورت کول
– د ابیلي فای ډوز کمول
– که وزن بیا هم زیاتېده نو د ابیلي فای په ځای بل درمل کارول
– که چېرې له ابیلي فای سره تاسې د ډېپرېشن ضد بل درمل هم کاروئ نو د ډېپرېشن ضد درمل بدل کړئ

 

 

 

Carbon, C: black   Hydrogen, H: white   Oxygen, O: red   Nitrogen, N: blue   Chlorine, Cl: green


 

 

Sidebar



Share
Hide Buttons