Abomey – ابومي
د بنېن په سوېل کې ښار ده، له کوتونو څخه ۶۰ مایله (۱۰۰ کیلو متره) شمال لور کې واقع ده. ممکن په ۱۷ پېړۍ کې تاسیس شوی وي او وروسته ډېر ژر د ابومي د پاچايي مرکز شو ( داهومي – د دې هېواد پخوانی نوم ده) تر ۱۹ پېړۍ پورې یې په (Slave Coast) کې له اروپایي شرکتونو سره په سوداګرۍ کنټرول لره. ابومي ښار په داسې ځای کې موقیعت لري چېرې چې خرما، مغزي او ځمکني بادام کیږي. د سرک او اورګاډي پټلۍ له لارې د بنین له کوتونو ښار سره وصل ده کوم چې د دې هېواد سوداګریز مرکز ګڼل کیږي، همداسې د هېواد له مرکز پروټو نوو سره هم نښلول شوی.سلطنتي ځایونه او د پاچایانو قبرونه او تاریخي میوزیمونه په ابومي کې تر اوسه ساتل شوي. سیلانیان د ښار اړین اقتصادي عامل ده. په ۱۹۸۵کال کې یونیسکو د ابومي سلطنتي ځایونه د نړۍ د تاریخي اثارو په نوملړ کې ثبت کړل.