Abondance cattle – ابوندانس غوییز

د فرانسې د شابلې ولایت په اوت سوا سیمه کې یې نسل اخیستل شوی. نسل یې د ۱۲ پېړۍ راهبانو اخیستی، مخکینی نوم یې شابلېزین وو. نسل یې عراق، متحده ایالتونو، انګلستان، نیوزلنډ او افریقا ته هم صادر شوی. په فرانسه کې یې شمېر تر ۱۵۰۰۰۰ پورې اټکل شوی. همداسې اېن ډاما غوییزو سره یې دوه رګه نسل هم اخیستل شوی. د منځنۍ کچې غوییز دي. د غوا وزن یې له ۵۸۰ تر ۶۸۰ کیلو ګرامه پورې او د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۳۰ سانتي متره پورې لوړیږي. د بدن رنګ سرو زرو ته ورته نسوار وي، مخ، ګېډه، او د پښو څوکې یې سپین رنګ کې وي، د سترګو چارچاپېره برخه یې هم نسواري رنګ کې وي. د غویي وزن یې له ۶۴۵ تر ۸۲۰ کیلو ګرامه پورې او د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۷۰ سانتي متره پورې لوړیږي. د نر رنګ یې له غوا سره توپیر لري، بدن یې سور رنګه وي او یوازې سر یې سپین وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons