Abu Simbel – ابو سیمبل

دوه عبادتخونې دي کومې چې د مصر پاچا دوېم رمسس (Ramses II) په وخت کې جوړې شوې دي. رمسس له زېږېدیز کال څخه مخکې د ۱۲۷۹–۱۳ کلونو ترمنځ پاچا وو. یادې عبادتخونې د مصر په سوېل کې دي. د رامسس پاچا څلور مجسمې چې د عبادتخونې مخې ته ولاړې دي د پخواني مصر د هنر غوره بېلګې دي. په ۱۹۶۰ لسیزه کې پېچلی د انجنیري سیستم وکارېده تر څو یې د نیل سیند له اوبو وژغوري او په دې چاره کې د مصر حکومت، یونیسکو او پنځوس هېوادونو ونډه واخیسته.
 
یوه عبادتخونه یې د نیل سیند په لوېدیځه څنډه کې ده کومه چې د شګې له ډبرې جوړه شوې، دوېمه عبادتخونه یې تر ۱۸۱۳ پورې نه وه موندل شوې او په همدې کال کې د سویزرلنډ څېړونکي (Johann Ludwig Burckhardt) وموندله.
 
د عبادتخونې په مخې کې هر اړخ ته دوه د دوېم رمسس مجسمې په چوکۍ کینول شوي، هره مجسمه ۶۶ فټه (۲۰ متره) لوړوالی لري، پښې یې هم وړې د رمسس د بچیانو, ښځې او مور مجسمې دي. په عبادتخونو کې د لمریزو خدایانو ( Amon-Re and Re-Horakhte) عبادت کېده، په ډبره کې جوړه شوې عبادتخونه درې پراخه شوي دالېزونه لري پراخوالی یې ۱۸۵ فټه (۵۶ متره ) ده، د عبادتخونه په داخل کې د پاچا نورې وړې مجسمې دي کومې چې د پاچا په (Battle of Kadesh) جګړه کې بریا ښي.

Panorama Abu Simbel crop
Panorama Abu Simbel By Holger Weinandt; cropped by Beyond My Ken (talk) 04:48, 16 January 2011 (UTC)
Abu Simbel relocation by Zureks
Abu Simbel relocation by Zureks
RamsesIIEgypt
RamsesII Egypt By Hajor
S10.08 Abu Simbel, image 9930
S10.08 Abu Simbel By William Henry Goodyear, Joseph Hawkes, and John McKecknie
S10.08 Abu Simbel, image 9505
S10.08 Abu Simbel By William Henry Goodyear, Joseph Hawkes, and John McKecknie
 

Sidebar



Share
Hide Buttons