Acorn worm – د څېړۍ چونجی

په انګرېزۍ کې ورته (enteropneust) نوم هم اخلي، د اېنتېروپنوستا کلاس (class Enteropneusta) ټول د نرم بدن غړي دي، فایلم یې هیمیکورداتا (phylum Hemichordata) ده. د مخې خوا پای یې د څېړۍ میوې یا زړي ته ورته ده او له همدې امله ورته د څېړۍ چونجی نوم اخلي. یو پوربوسیېز یا خرطوم ته ورته پوز (proboscis) او کولر (collar) لري کوم چې ممکن په نرمه خټه یا شکه کې د غار وېستلو لپاره کاروي. د بدن کچه یې له یو بل سره ډېر توپیر لري تر ټولو وړوکی یې ۵ سانتي (۲ انچه) د ډول علمي نوم یې (Saccoglossus) ده او تر ټولو اوږد یې تر ۱۸۰ سانتي متره (۶ فټه) د ډول علمي نوم یې (Balanoglossus gigas) ده. تر اوسه یې ۷۰ ډولونه تشرېح شوي.
 
د سمندر غاړو په اوږدو کې او تر ۳۲۰۰ متره ژورو اوبو کې شته دي. ډېری یې په هغو غارونو کې ژوند کوي چې د U شکل لري خو کوم چې په ژورو اوبو کې ژوند کونکي د سمندر په تل کې ازاده لامبو وهي. ډېر ډولونه یې خواړه له اوبو فلټر کوي خو ځینې ډولونه یې د ځمکې د چونجي په څېر رسوب شوي توکي خوري. ځینې ډولونه یې لاړې یا لعاب ترشح کوي دا لاړې په خپل ځان کې خواړه نښلوي او د خوړو له نښلونې وروسته یې د سیلیا یا وړو وېښتو (cilia) په ذریعه خولې ته کش کوي.
 
د څېړۍ چونجی جلا جنس یا نر او ښځه لري. جوړه شوي ګوناد یا جنسي مرغړي (gonads) یې برانشونو سره موجود وي. د ځینې ډولونه ښځې یې غټې څو هګۍ کوي په کوم کې چې د نطفې محتویات یا زېړ (yolk) زیات موجود وي خو ځینې ډولونه یې وړې خو زېاتې هګۍ کوي په کومو کې چې د نطفې محتویات یا زېړ (yolk) کم وي. د ځینې ډولونه هګۍ یې په وړو بچیانو بدلیږي او شکل کې غټو ته ورته وي خو ځینې ډولونه یې (juvenile) او لامبو وهونکي بچیان کیږي.
 
د څېړۍ چونجی داسې ښکاري چې له پخوانیو (chordates) سره نږدې تړاو لري.

Picture by NOAA Photo Library – expn7526, Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=65927277

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons