د ډېسوروفویډ ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. د کاربنیفېروس مودې په پای کې یې ژوند کوه. په کاناس کې یې فوسیل موندل شوی. په ۱۹۷۳ کې یې (Theodore Eaton) نوم ایښی. د نسل نوم یې له دوه یوناني کلیمو ترکیب شوی. د (actios) مانا سمندر غاړه او د (bates) مانا قدم وهونکی ده. د ډول (Actiobates peabodyi) ساینسي نوم کې یې دوېم نوم د امریکا د پالیونتولوجېسټ (Frank Peabody) نوم ده. په دې نسل کې یوازې یو فوسیلي ډول موجود ده. د سر له کوپړۍ مطالعه شوی، کوپړۍ یې اوسمهال په (University of Kansas Natural History Museum) کې ایښودل شوې.
Post Views: 235
Comments
So empty here ... leave a comment!