Adaptaur cattle – اډاپټورغوییز
په استوایي سیمو کې له ژوند سره بلدتیا لرونکي غوییز دي. نسل یې په ۱۹۵۰ لسیزه کې په استرالیا کې اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې هېر فورډ او بې ښکرو غوییز کارېدلي. د نسل اخیستنې لپاره یې داسې غوییز ټاکل شوي وو چې له تودوخې او د (Boophilus microplus) په نامه کټملو سره مقاومت لري.
ځانګړنې
د نورو غوییزو په پرتله ډېر ژر بلوغ ته رسېدونکي دي. تنه یې منځنۍ کچه لري. بدن یې تېز رنګ او پوستکی یې له پرازیت سره مقاومت کوونکی دی. ځینو کې داسې جېن موجود وي کوم چې بې کچې زیات له پرازیت سره د مقاومت وړتیا ورکوي. په استرالیا کې یې د جېن انتقال د جینین له لارې کیږي. که چېرې د دوه رګه نسل لپاره وکارول شي د بل نسل رامنځته کولو ښه وړتیا لري. د شمالي استرالیا په استوایي سیمو کې فارمونه لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!