Adductor hallucis

په انګرېزۍ کې ورته (Adductor obliquus hallucis) نوم هم اخلي. دوه سرې عضله ده، یو سر یې عرضي او بل یې مایل دی. له دواړو سرونو سره یې (lateral plantar nerve) عصب وصل دی. د نده یې دپښې د ګټې ګوتې قاتول او راغونډول دي. مایل سر یې په پښه کې له دوېم، درېم او څلورم میټاټارسل هډوکي (metatarsal) سره نښتی. افقي سر یې په دوېمه درېمه او څلورمه ګوته کې له میټاتارسوفالېنجیل لیګامنټ (metatarsophalangeal) سره نښتی.
که چېرې یو کس ډېر په پښو ولاړ حالت کې پاتې شي یا هم داسې سپورت وکړي چې وزن یې په پښو وي نو په ګټه ګوتګ او یا هم د پښې زرغونې ته ورته منحي برخه کې درد ورسره پیدا کیږي. که چېرې پام ورته ونشي او دا ډول حالت ادامه پیدا کړي نو (Bunion) حالت پکې پیدا کیږي په دې حالت کې مفصل غټیږي او که چېرې ګټه ګوته قات کړل شي درد کوي، د پښې بې حسه کېدل دې حالت ته (Peripheral neuropathy) وایي او همداسې په (hallucis muscle) عضلې د ډېر فشار له امله پونده کې درد پیدا کېدنه ده.
درملنه یې د پښې سپېشلسټ په تړلو، یخ کېښودنې، د پښې په پلستر کولو، د پړسوب ضد په درملو، د امسا په کارولو او په الیکټرو تېراپي کوي.

جوړښت
مایل سر یې پراخ یا زیات سور لرونکی او ډبل دی، د پښې له یوې څنډې نه بلې څنډې ته غزېدلی. په پښه کې د (Peroneus longus) ټینډون له پوښ څخه راڅرګند شوی.
 
عرضي یا د پښې په سور کې غزېدلی سر یې نری پراخ شوی جوړښت لري. فایبرونه یې د مایل سر له ټینډون سره ګډ یا یوځای شوي وي.

Musculus adductor hallucis

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons