د لمړۍ نړیوالې جګړې پرمهال، د جرمني برید کوونکې، دوه وزره لرونکې الوتکه وه، د جوړښت طرحه یې د د رې وزرونو له اې اي جي پي اي جنګ کوونکې الوتکې اخیستل شوې وه. په طرحه کې یې د تنې زغره لرونکی جوړښت، وسلې او مهمات او ماشین یو بل ته ورته وو. له تولیدونکي شرکت د درې الوتکو د جوړولو غوښتنه شوې وه خو د جګړې تر پای ته رسېدو مخکې د ۱۹۱۸ کال تر نومبر پورې یوازې دوه الوتکې جوړې شوې.
د جوړونکي شریک نوم یې (Allgemeine Elektricitäts-Gesellschaft) دی او د الوتکې په نوم کې اې اي جي د همدې نوم لمړي توري دي. کارونکي یې د جرمني د امپراتورۍ پوځ وو، د جرمني پوځ ته جرمني کې (Deutsches Heer) نوم اخلي.
مخینه
د جوړونې اراده یې په ۱۹۱۷ کې شوې، تر څو په دشمن له هوا څخه برید وکړي. تنه یې باید زغره لرونکې جوړه شوې وای ځکه چې د برید لپاره یې ډېره ټیټه الوتنه کوله. د کومې الوتکې له طرحې چې دا الوتکه جوړه شوې وه هغې درې وزرونه لرل او د الوتنو د تفتیش کوونکو لخوا رد شوې وه نو له همدې امله شرکت فکر کوه چې که چېرې وزرونه یې دوه کړي نو ممکن سرعت یې زیات شي او الوتنه کې یې ښه والی رامنځته شي. شرکت په هماغې تنه کې کومې چې د تیلو لپاره ځای، د پیلوټ چوکۍ او زغره لرله دوه وزرونه نصب کړل.
ماشین یې په اوبو سړېدونکی ۱۹۸ هارس پاوره یا ۱۴۵ کیلو واټه وو. په دوېمه الوتکه کې ۲۴۵ هارس پاوره یا ۱۸۳ کیلو واټه وو. دواړه الوتکو کې ۷.۹۲ میلي د (leMG 08/15) په نامه یوه جوړه ماشیندارې نصب وې او شپږ بمونه یې ځان کې لرلای شول. د لمړۍ الوتکې د جوړونې چارې د ۱۹۱۸ کال په مارچ کې پیل شوې او دوه میاشتو کې جوړه شوې خو د ازموینې لپاره الوتنې یې د اګسټ تر میاشتې وځنډول شوې، د ځنډېدو لامل یې تر اوسه نه دی مالوم شوی. دوېمه الوتکه له مې تر جولای پورې موده کې جوړه شوې، درېمه باندې کار پیل شوی وو خو کوم داسې سند نشته چې تولید او کارېدل یې وښيي.
عامې ځانګړنې
پیلوټ : یو
اوږدوالی : ۶.۹ متره
د پورتني وزر سور : ۱۰ متره
د لاندیني وزر سور : ۹.۹ متره
د وزرو مساحت : ۳۰.۵ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۱۸۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۳۷۵ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : Benz Bz.IIIb
څرخونه : د څلورو پرو څرخونه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۸۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په ثانیه کې ۴.۲ متره، په څلور دقیقو کې تر ۱۰۰۰ متره پورې پورته کېدای شوه
وسلې : دوه ماشیندارې او شپږ بمونه
