Aepyornis – آی پیورنیس
د فیل مرغه (elephant bird) په نامه هم یادیږي، بې الوته مرغان وو چې اوسمهال د پلایسټوسین (Pleistocene) مودې په انبارونو کې، د ماداګاسکار په ټاپو کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي. پاتې شونې یې یو یا دوه ندي بلکې ښه پرېمانه دي. مختلف پېژندل شوي ډولونو یې غټ جوړښت درلود، مخروطي مښوکې یې لرلې، وړې ډبلې لنډې پښې یې لرلې او په پښو کې یې درې ګوتې موجودې وې. د وزرونو جوړښت یې ډېر زیات وړوکی ده په کوم چې الوت امکان نلري. د سر د کوپړۍ جوړښت یې کوچنی وه او نرۍ اوږدې غاړې یې لرلې. ځینو ډولونو یې تر ۳ متره پورې لوړ قد لره.
Picture by Monnier – http://digimorph.org/specimens/Aepyornis_maximus/Aepyornis.phtml digimorph.org, Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=79655
Comments
So empty here ... leave a comment!