Aermacchi MB-339
د ایټالیا د روزنې لپاره جیټ الوتکه ده، د سپکې برید کوونکې په توګه هم کاریږي، د پخوانیو (MB-326) الوتکو ځای نیونکې ده. جوړونکی شرکت یې (Alenia Aermacchi) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۶ کال د اګسټ په ۱۲ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۷۹ کال کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Italian Air Force, Royal Malaysian Air Force, Eritrean Air Force and United Arab Emirates) دي، د ټولو تولید شوو الوتکو شېر ۲۳۰ دی، د یوې الوتکې ارزښت ۸.۳ میلیونه ډالر دی. پخواني کارونکي یې ارجنټینا، دوبۍ، غانا، پېرو، نیوزلنډ او نایجریا دي. اوسني کارونکي یې ارېتریا، ایټالیا، مالیزیا، متحده عرب امارات او متحد ایالتونه دي
پیلوټان : یو محصل پیلوټ او یو روزونکی
اوږدوالی : ۱۰.۹۷ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰.۸۶ متره
لوړوالی : ۳.۶۰ متره
د وزرو سطحه : ۱۹.۳ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۳۰۷۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۴۴۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۵۸۹۷ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Rolls-Royce Viper Mk. 632 turbojet, 4,000 lbf (17.8 kN)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۸۹۸ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۶۵۹۵ فټه
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۲۲۸ کیلو ګرامه
وسله :
د وزرو لاندې دوه (7.62mm miniguns) یا دوه (30mm DEFA cannon)، د مهماتو د نښلونې لپاره شپږ ځایونه لري
توغندي
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
AIM-9 Sidewinder
R.550 Magic
له هوا نه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
AGM-65 Maverick
بېړۍ ضد توغندي
Sea Killer
بمونه
Matra Durandal anti-runway bombs
BAP 100 cluster bombs
BAT 120 anti-vehicle bombs
general-purpose bombs
Comments
So empty here ... leave a comment!