Aero L-59 Super Albatros
د چک جمهوریت د هوایي ځواک رونې لپاره جیټ الوتکه وه، د طرحې بنسټ یې له پخوانۍ (L-39 Albatros) الوتکې اخیستل شوی، تر پخوانۍ الوتکې ځواکمنه تنه او اوږد شوی پوز یې لره، د پیلوټ چوکۍ تر پخوانیو عصري وې، برېښنایي سیستم یې هم پرمختللی او ماشین یې هم تر پخوانۍ الوتکې ځواکمن وو.
په ۱۹۹۲ کې یې جوړونکي شرکت برید کوونکې الوتکه د (ALCA Advanced Light Combat Aircraft) پروګرامه لاندې طرحه کړه او په بریالۍ توګه یې د خپل هیواد په هوایي ځواک وپلورله. برېښنایي سیستم یې د لوېدیځ دی او بوینګ شرکت مرسته ورسره کړې.
جوړونکی شرکت یې (Aero Vodochody) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۶ کال د سپټمبر په ۳۰ نېټه کړې، اساسي کارونکي یې (Czech Air Force, Egyptian Air Force and Tunisian Air Force) دي، د ۱۹۸۶–۱۹۹۶ کلونو ترمنځ تولید شوي. برید کوونکي ډول یې لمړۍ الوتنه د ۱۹۹۷ کال د اګسټ په ۲ نېټه کړې. د۲۰۱۴ کال په اپرېل کې د تونس هوایي ځواک د القاعده او انصار الشریعه ډلو ضد وکارولې.
پیلوټان : یو محصل پیلوټ او یو روزونکی
اوږدوالی : ۱۲.۲۰متره
دوزرو پراخوالی : ۹.۵۴ متره
لوړوالی : ۴.۷۷ متره
د وزرو سطحه : ۱۸.۸۰ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۴۰۳۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۷۰۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Lotarev DV-2 Turbofan, 21.57 kN (4,850 lbf)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۸۶۵ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۵۵۱۰ فټه
وسله : د تنې لاندې (GSh-23L cannon) او د مهماتو د نښلونې لپاره ۴ ځایونه لري کوموکې چې تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالولای شي خو د نښلونو له ځایونو پرته ۲۵۰ کیلو ګرامه نور وزن هم انتقالوي
Comments
So empty here ... leave a comment!