affaire – avoir affaire
په فرانسوي کې یوازې (affaire) “معاملې” ته وایي.
که چېرې (avoir affaire) وي نو اصطلاح ده او مانا یې “له یو کس یا یو شي سره مخ اوسېدل یا هم په ساده توګه ورسره مخ اوسېدل” ده. د (avoir affaire) او بشپړونکې جملې تر منځ تل (à, au, aux, avec) کارېدلي وي. د (avoir affaire) په ځای د مترادف په توګه ( être en rapport avec /être confronté à) اصطلاح ګانې هم کارولی شو.
د (à faire) مانا “ترسره کول” ده. د (à faire) په ځای د مترادف په توګه (avoir à réaliser/accomplir/refaire/effectuer) هم کارولی شو.
.Elle a eu affaire à un public bien cultivé
هغه د پوهې لرونکو خلکو سره مخ وه.
.Le suspect a eu certainement affaire avec la justice
له شک پرته، مشکوک کس له قانون سره مخ وو.
.Cette année, j’ai affaire à des élèves très indisciplinés
سږکال زه له ډېر بې نظمو شاګردانو سره مخ یم.
.Le client auquel j’ai eu affaire est un riche industriel
له کوم پېرودونکي سره چې زه مخ وم، یو شتمن صنعتکار دی.
.Vous avez ces exercices à faire chez vous pour demain
د سبا لپاره په دې تمرینونو خپل کور کې کار وکړئ.
.Ce boxeur a eu affaire à un adversaire plus fort que lui
دا بوکسر تر خپل ځانه له ځواکمن حریف سره مخ وو.
.Pour réussir ton examen, tu auras à faire beaucoup d’efforts
امتحان کې د بریالي کېدو لپاره (په بریالۍ توګه د امتحان د ترسره کولو لپاره)، ته باید ډېره هڅې وکړې.
.Nous n’avons jamais eu affaire à un problème de ce genre
مونږ هېڅکله له دې ډول ستونزې سره نه وو مخ شوي.