Afghanistan – افغانستان
رسمي نوم یې د افغانستان اسلامي جمهوریت دی. په وچه کې راګېر هیواد دی، د لوېدیځې، مرکزي او سوېلې اسیا نښلونکی دی. سوېل او ختیځ کې له پاکستان سره، لوېدیځ کې له ایران سره، شمال کې له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان سره او شمال ختیځ کې له چین سره پولې لري. د اوسني افغانستان چې پولې یې طبیعي ندي مساحت یې ۶۵۲۰۰۰ کیلو متر مربع دی. غریز هیواد دی. مرکز یې کابل دی. نفوس یې تل اټکل شوی او تر اوسه یې د نفوس په اړه دقیق مالومات نشته.
په افغانستان کې د انسانانو مېشت کېدنه د پالیولیټیک تر منځني عصر پورې تاریخ لري. د ورېښمو د لارې په اوږدو کې د افغانستان ستراتیژیک موقیعت افغانستان د منځني ختیځ او د اسیا له نورو کلتورونو سره نښلولی. د تاریخ په اوږدو کې افغانستان د ډېرو جګړو د کمپاین مرکز او کور وو، د جګړو دا لړۍ د مکدونیا له الکسندر پیل وروسته د موریا امپراتورۍ، ورپسې عربو، مغولو، انګرېزانو، د شوروي اتحاد او په حال کې ناتو او امریکا د جګړې د لړۍ برخه ده. له دې جګړو پرته افغانستان د کوشانیانو، هفتالیانو، سامانیانو، صفاریانو، غزنویانو، غوریانو، غلجیانو، مغولو، هوتکیانو او دورانیانو د ظهور کور ګڼل کیږي چا چې وروسته لویې امپراتورۍ جوړې کړي.
د عصري افغانستان سیاسي تاریخ په ۱۸ پېړۍ کې د هوتکیانو او دورانیانو کورنیو جوړ کړی. احمدشاه ابدالي د افغانستان بنسټ ایښودونکی دی. د ۱۹ پېړۍ په پای کې افغانستان د دوه لویو زبرځواکونو ترمنځ هیواد باندې بدل شو. د دوه لویو زبرځواکونو ترمنځ را ګېر هیواد ته انګرېزۍ کې (buffer state) وایي. دا دوه لوی زبرځواکونه د روسانو امپراتوري او په هند کې د انګریزانو پوځ وو. له هند سره د افغانستان پوله چې د ډیورنډ لاین په نامه یادیږي په ۱۸۹۳ کې رامنځته شوې فرضي کرښه ده. د هند له مستعمرې څخه انګریزانو په ۱۹۴۷ کې د پاکستان په نامه یوه برخه جلا کړه خو افغان مشرانو ته دا د منلو نه وه او تر اوسه د ډیورنډ کرښه یوه فرضي پوله ګڼي نو له همدې امله یې پاکستان سره تل اړیکې خرابې وې.
افغانستان په ۱۹۱۹ کې له انګرېزانو سره درېمه جګړه وکړه او افغانستان له بهرني نفوذ څخه ازادي ترلاسه کړه. له امان الله خان نیولې تر ظاهر شاه پورې پاچایانو په افغانستان واک لره وروسته داودخان د افغانستان لمړی ولسمشر شو. د ترکي له کودتا وروسته چې افغانستان کې دوېمه کودتا وه افغانستان سوسیالست هیواد شو او له سوسیالست کېدو وروسته د شوروي اتحاد لخوا ملاتړ کېدونکی هیواد شو. کله چې شوروي اتحاد دافغانستان ملاتړ پیل کړ دې چارې افغانستان کې جګړې ته لمن ووهله او ۱۹۸۰ لسیزه کې افغانستان د روسیې او لویدیځ ترمنځ یو ځل بیا د جګړې کور شو. له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ کورنۍ جګړه او له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د ټالیبانو دوره وه. په متحده ایالتونو کې له ۹/۱۱ برید وروسته متحده ایالتونو په افغانستان برید وکړ او د ټالیبانو امارت یې نسکور کړ. له ټالیبانو وروسته حامد کرزی یو ځل د موقت حکومت ولسمشر او دوه ځلې د منتخب حکومت ولسمشر شو. له حامد کرزي وروسته اشرف غني د ټاکنو له لارې په ۲۰۱۴ کې واک تر لاسه کړ او په دوېم ځل په ۲۰۱۹ کې ولسمشر شو.
افغانستان د نړۍ په کچه د تروریزم، غربت، د کوچنیانو ناقصه تغذیه، فساد کې د نړۍ په لمړي مقام کې دی. د اسلامي همکاریو د سازمان، د ۷۷ ګروپ، د اقتصادي همکارۍ سازمان غړیتوب لري.
افغان پښتو کلیمه ده او د ۱۰ پېړۍ حدود العالم کتاب کې هم یاده شوې، . د پښتو افغان او دري ستان کلیمو څخه د افغانستان نوم جوړ شوی مانا یې د افغانانو ځمکه ده. افغان کلیمه د افغانستان د ټولو تابعیت لرونکو وګړو ښودنه کوي.
له تاریخ څخه د وړاندې سیمو کیندنه ښي چې ۵۰۰۰۰ کاله وړاندې هم په افغانستان کې انسانان موجود وو، دا کېندنې ښي چې په سیمه کې د بزګرو ټولنې موجودې وې. زیات خلک کوم چې د افغانستان لرغونې سیمې مطالعه کړي افغانستان له مصر سره پرتله کوي. په کومو ځایونو کې چې لرغونې سیمې موجودې دي د مختلف شمېر تمدنونو خپله کې سره د مخ کېدو ځای دی او ډېری وخت یې خپلمنځي جګړې کړي. د عمر په اوږدو کې افغانستان د ډېرو خلکو کور وو په دې خلکو کې پخواني ایرانیان هم شامل دي. افغانستان د لویو امپراتوریو متحد هم پاتې شوی د دې امپراتوریو منځ کې نامتو د هخامنشیانو امپراتوري، د مکدونیا امپراتوري، د هند موریا امپراتوري او اسلامي امپراتوري ده. په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې یې د پردیو پوځونو ضد کلک مقاومت وکړ او په دې سره یې د امپراتوریو هدیره لقب خپل کړ خو دا نده مالومه چې دا نوم چا پرې ایښی.
کومې لرغونې سیمې چې په ۲۰ پېړۍ کې موندل شوي داسې ښي چې افغانستان ختیځ، لویدیځ او شمال کې له خپلو ګانوډیانو سره کلتوري او سوداګریزې اړیکې لرلې. په افغانستان کې د پالیولیتیک، مېزولیتیک، نیولیتیک، برونز او د وسپنې د دورې صنایع موندل شوي. ګمان کیږي چې ښاري تمدن په افغانستان کې له زېږېدیز کال څخه ۳۰۰۰ کاله وړاندې پیل شوی.
اوسنۍ موندې ښي چې کندهار کې مونډیګګ لرغونې سیمه د برونز دور کې ممکن د اېندو تمدن کالونۍ وه. د یاد تمدن نورې لرغونې سیمې د امو سیند سره موندل شوي. له زېږېدیز کال څخه ۲۰۰۰ کاله وړاندې په دوامداره توګه له مرکزي اسیا کوچیان افغانستان ته کډوال شوي، په دې کوچیانو کې زیات اېندو ایرانیان او اېندو اروپایان هم موجود وو. دا خلک وروسته له افغانستان څخه د اسیا سوېل ته، لوېدیځې اسیا ته او د کسپین سمندر له لارې ځینې اروپا ته کډوال شوي. په دې وخت کې د افغانستان نوم اریانا وو.
ډېر پوهان ګمان کوي چې د زردشت مذهب اصلي ځای افغانستان دی او له همدې سیمه له زېږېدیز کال څخه ۱۸۰۰ او ۸۰۰ کاله وړاندې ترمنځ نورو سیمو ته خپور شوی. ځکه چې د دې مذهب بنسټ اېښودونکی زردشت د افغانستان په بلخ کې اوسېدلی او بلخ کې مړ شوی. له زېږېدیز کال څخه ۵۵۰ کاله وړاندې هخامنشیانو په سیمه برید وکړ او په سیمه کې یې ماد خلک راوپرزول او اراکوزیا، اریا او باختر یې سره متحد کړل. د هخامنشیانو د وخت د پارس لمړي داریوش په موده کې کابل د ۲۹ نیولو شوو هیوادونو په نوملړ کې په یوه ډبره لیکل شوی.
له زېږېدیز کال څخه ۳۳۰ کاله وړاندې د مکدونیا الکسندر یا مقدوني سکندر کله چې د فارس درېم داریوش ته په ګوګاملا یا اربېلا جګړه کې ماته ورکړه افغانستان ته راورسېده. له الکسندر وروسته ډېر ژر سلوکي امپراتورۍ افغانستان ونیوه او له زېږېدیز کال څخه ۳۰۵ وړاندې پورې پاتې شول، په ورته وخت کې یې د موریا له امپراتورۍ سره تړون لاسلیک کړ او د افغانستان زیاته برخه یې د هند موریا امپراتورۍ ته پرېښوده. موریانو له زېږېدیز کال ۱۸۵ کاله وړاندې پورې د هندوکش په سوېل واک لره خو کله چې د هند امپراتور اشوکا واک له لاسه ورکړ نو امپراتوري یې هم له زوال سره مخ شوه او دې چارې بیا ځلې یوناي باختریانو ته د افغانستان د نیولو لاره هواره کړه خو له دوي ډېر ژر د افغانستان لویه برخه بېرته د اېندو یونانۍ امپراتوري لاندې کړه. تر دوېمې پېړۍ پورې ټولو ته اېندو سکایي امپراتورۍ ماته ورکړه او له سیمې یې وشړل.
Comments
So empty here ... leave a comment!